له مخدره موادو سره د مبارزې ځان ښودنه؛ بدخشان کې ۳۰۰ هکټاره ځمکه کې چرس کرل شوي دي

۸صبح، بدخشان: مخدره مواد د افغانستان له نوم سره تړل شوي دي. دغه طبیعي بوټی په تېرو څه کم ۱۰ کلونو کې د طالبانو یو له عمده عایداتي سرچینو بلل کېده. د ملي او نړۍوالو بنسټونو د بېلابېلو راپورونو پربنسټ، طالبانو د افغانستان له پخواني نظام سره د وسلوالو جګړو په لړ کې تر خپل حاکمیت لاندې سیمو کې ډېره ګټه د مخدره موادو د قاچاق او تولید له لارې ترلاسه کوله. بدخشان د هېواد په شمال ختیځ کې له منځنۍ آسیا سره د مخدره موادو د قاچاق د دروازې په توګه پېژندل کېږي. دغه راز دغه ولایت د مخدره موادو ډېر تولید په تېره د افغانستان په شمال ختیځ کې یې په خپل نوم چرس ثبت کړي دي. بدخشان کې د باور وړ سرچینې وايي چې د طالبانو د رژیم په راتګ سره تر دا مهاله په دې ولایت کې د مخدره موادو د کښت په برخه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. سرچینې څرګندوي چې دا مهال لږترلږه ددې ولایت د مرکز او ولسوالیو ۳۰۰ هکټاره ځمکه کې چرس کرل شوي او د طالبانو سیمه ییز چارواکي د مخدره مواد د کښت او حاصلاتو راټولولو مخه نه نیسي.
افغانستان دا مهال په نړۍ کې د مخدره موادو لوی صادرونکي په توګه پېژندل کېږي. قاچاقبر د مخدره موادو بېلابېل ډولونه لکه چرس، تریاک، مورفین او هرویین د جغرافیا له همدې نقطې نه نړیوالو بازارونو ته قاچاق کوي. د مخدره موادو زیات عایدات قاچاقبرو او ډېر لږه برخه یې بزګرانو ته رسېږي.
بدخشان کې بزګران وايي چې د چرسو د کښت او تولید اسانه بهیر او د مخدره موادو په بازارونو کې د ددغه بوټي د بیې لوړوالی ددې لامل شوی چې هغوی دغه کار ته مخه کړي. صبور (مستعار نوم) یو بدخشانی بزګر دی چې په خپلو زمکو کې یې د چرسو بوټی کرلی دی. نوموړی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «که یو جریب کې غنم وکرم، کېدای شي درې بوجۍ غنم ترېنه ترلاسه کړم. چرس مې کرلي، لږترلږه ۱۰ پاو چرس حاصل ورکوي چې څلوېښت زره افغانۍ کېږي. یوه بوجۍ کوډ اته زره افغانۍ دی، مونږ څه وکړو. چرس او تریاک نه کود ته اړتیا لري نه بل څیز ته. وړیا پیسې ترلاسه کیږي.»
بدخشاني بزګر چې په خپلو ځمکو کې یې د چرسو بوټي کرلي دي، وايي که چېرې طالبان بدیل محصول په نظر کې ونیسي، د چرسو او تریاک د بوټي له کرلو نه لاس اخلي او د هغو پر ځای «هنګ» یا نورهغه بوټي چې زیات عاید ولري کښت کړي.
مخدره موادو د دې تر څنګ چې د هېواد فرهنګي هویت یې تر پوښتنې لاندې راوستلی دی، ډېری هېوادوال یې هم روږدي کړي او لمنځه وړي دي. ۳۶ کلن فقیر محمد د بدخشان ولایت اوسېدونکی دی نوموړی له کلونو راپدېخوا د چرسو او تریاکو نه د ګټې اخیستنې له امله زیات رنځ وړي. فقیرمحمد وايي چې د هوس او شوق له امله یې مخدره مواد کارول، خو اوس یې زیان ویني. د بدخشان دغه اوسېدونکی وړاندې وايي: «نسوارو او سګرتو چې زمونږ نشه ماته نشوای کړای، چرسو ته مو مخه کړه. کله چې چرسو هم ونشوای کړای، یو ګام وړاندې راغلو چې تریاک و. پایله کې نن د تریاکو او تریاکو ته ورته نور مخدره موادو لکه هرویینو زمونږ کور ویجاړ کړ، تباه او له منځه ولاړو. چرس مو څکول چې اشتها مو ښه شي. د چرسو ګټه همدا وه، خو بدې پایلې یې دادي چې انسان سپکوي چې د ډېرې وړې موضوع په وړاندې تند غبرګون ښيي.»
د شته شمېرنو پربنسټ، دا مهال بدخشان کې شاوخوا ۳۶ زره وګړي په مخدره موادو روږدي دي. ددغو روږدو څه باندې ۱۵ سلنه یې ښځې دي. د سرچینو په وینا، د بې وزلي پراختیا، بې روزګاري او کورني ستونزې د دې لامل شوي چې په دې ولایت کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د روږدو کسانو شمېر زیات شي.
سره له دې چې د طالبانو چارواکو په هېواد کې د روږدو وګړو شمېر شاوخوا څلور میلیونه تنه اټکل کړی دی، خو په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له راتګ یو کال وړاندې، د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی و چې په هېواد کې ۲.۵ میلیونه وګړي په مخدره موادو روږدي دي. په دې منځ کې ۸۵۰ زره ښځې هم شاملې دي.
د ویلو ده چې چرس د «شاه دانې» له ګل، پاڼې او د بوټي له ساقې نه ترلاسه کیږي او د هغه رنګ تیز زرغون او کله هم قهوه یې زرغون ته ورته او تقریبا د «نکریزو» بوټي ته ورته دی. د بدخشان خاش ولسوالۍ په دې ولایت کې د چرسو د تولید د مرکز په توګه پېژندل کېږي.
د ملګرو ملتونو د سازمان او د افغانستان د پخواني دولت له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت د اټکل پر بنسټ، په افغانستان کې د طالبانو د رژیم تر بیا راتګ پورې، په ټول هېواد کې ۲۰۰ هکتاره زمکه کې چرس او تریاک کرل کېدل. په سوېل کې هلمند، کندهار، زابل او ارزګان ولایتونه، په شمال ختیځ کې بغلان، کندز، تخار او بدخشان، شمال کې جوزجان او بلخ او په لویدیځ کې نیمروز له هغو ولایتونو دي چې مخدره مواد پکې ډېر کرل کېږي.
سره له دې چې د طالبانو د ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده، شاوخوا یو کال وړاندې د یوه حکم له لارې په افغانستان کې د مخدره موادو کښت، تولید، پېرل، پلورل او قاچاق منع اعلان کړل، خو بدخشان کې ځايي سرچینې وايي چې طالبان له بزګرانو سره هېڅ کار نه لري او دغه راز د مخدره موادو په تېره د چرسو د بوټي د کښتونو د لمنځه وړلو لپاره یې هېڅ اقدام ندی کړی. همداراز د طالبانو مشرانو په دې وروستیو کې د مخدره موادو قاچاقبرو ته اسانتیاوې رامنځته کړي ترڅو خپل مخدره مواد وپلوري.
د طالبانو مشر د مخدره موادو قاچاقبرو ته ۱۰ میاشتې وخت ورکړی دی تر څو خپل مواد له هېواد نه بهر کړي.