د کور د توکو پلورل؛ په کابل کې د زړو توکو د پلور بازار لا هم ګرم دی

د طالبانو په لاس د جمهوري نظام له سقوط نږدې دوه کاله تیریږي، خو لا هم د زړو توکو د خرڅلاو بازار ګرم دی. د کابل اوسېدونکو لا هم له کډوالۍ لاس نه دی اخیستی او یو په بل پسې له هېواده د تېښتې په فکر کې دي. د کډوالۍ ترڅنګ، بېوزلي او غربت بله موضوع ده چې د زړو توکو خرڅلاوځای بازار یې ګرم ساتلی دی. پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو، د هېواد اقتصادي نظام له منځه تللی او زرګونه وګړي بېکاره شوي دي. د عاید لاسته راوړلو نه شتون او د ژوند د دوام لپاره هڅه، ددې لامل شوي چې ډیری کورنۍ خپل د کور توکي وپلوري څو له ترلاسه شویو پیسو یې خوراکي توکي ترلاسه او په خپل هېواد کې څو ورځې او شپې تېرې کړي. خو د طالبانو د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د بندولو او ورپسې په موسسو او کورنيو او بهرنیو بنسټونو کې د ښځو پر کار د بندیز اړوند د فرمانونو له امله هېوادوال یو ځل بیا کډوالۍ ته اړ کړي دي. ډیری هغه کسان چې په دې ورځو کې د زړو توکو خرڅلاوځای بازارونو ته راځي، هغه وګړي دي چې پر هېواد د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته بېکاره شوي او د کډوالۍ لپاره یې پریکړه کړې ده او یا هم هغه متقاعدین دي چې طالبانو د هغوی د تقاعد تنخوا نده ورکړې او اړ شوي څو د خپلو کورونو توکي وپلوري.
فقیر احمد، په پاخه عمر یو سړی چې د خپل د کور د توکو د پلورلو په موخه د کابل ښار ۳۱۵ سیمې د زړو توکو د پلور بازار ته راغلی دی. نوموړي له ځانه سره ظاهراً نوی ټغر د پلورلو لپاره راوړی دی. د زړو توکو پلورونکی ۶۳ فقیر احمد ته ورنږدې کیږي او د دواړو ترمنځ د ټغر د پلور په اړه خبرې پیلیږي. د فقیر احمد غږ پورته کیږي: «که چېرې د تقاعد پیسې راکړل شوې وای، د خپل کور دننه ټغر مې نه پلوره. اوس اړ یم د خوراکي توکو د برابرولو لپاره د خپل کور ټغر وپلورم.» دواړه د قیمت په ټاکلو بوخت شي او له لنډو خبرو اترو وروسته، معامله ترسره کیږي.
فقیر احمد چې له دغې معاملې خوښ نه بریښي، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د نوموړي د ټغر ارزښت لږترلږه ۱۰ زره افغانۍ دی، خو اړ شو د ۴ زرو او ۵۰۰ افغانیو په بدل یې وپلوري. نوموړی وړاندې وايي چې د دولت کارکوونکی و او په تېرو دوو کلونو کې یې خپل د تقاعد تنخوا نده ترلاسه کړې. دغه په پاخه عمر سړی وايي چې کلونه یې دولت ته خدمت کړی او د هغه له تنخوا نه یو اندازه پیسې کسر شوي، خو دا مهال کورنۍ یې یوې نمړۍ وچې ډوډۍ ته اړمن دي چې نشته.
هېوادوال نه یوازې د غربت له مخې، بلکې ددې لپاره چې وکړای شي کډوالۍ ته مخه کړي هم د کورونو د توکو پلورلو ته زړه ښه کوي. شبیراحمد، چې د کور له توکو ډک موټر یې د زړو توکو خرڅلاوځای بازار ته راوړی او حاضر دی چې په لږ قیمت یې هم وپلوري، شبیراحمد خپل موټر د زړو توکو د یوه پلورونکي د هټۍ ترڅنګ دروي او وايي چې ټول توکي یې د خرڅلاو لپاره راوړي دي. داسې ښکاري چې بېړه هم لري لنډه داچې د زړو توکو پلورنکی حاضریږي چې د شبیراحمد کور ته ولاړ شي او د کور ټول توکي یې ترېنه وپېري.
ځان مې له شبیراحمد سره معرفي او له نوموړي سره څو شېبې خبرې کوم. شبیراحمد او مېرمن یې یو وخت دواړو دندې درولودې. خو په تېرو میاشتو کې دواړو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. د عوایدو نه ترلاسه کول او له زده کړو نه یې د اولادونو بې برخې کېدل، د ژوند دغه دواړه ملګري کډوالۍ ته اړ کړي دي.
شبیراحمد د خصوصي پوهنتونونو یو ښوونکی و او مېرمن یې مرضیه په یوې موسسې کې کار کاوه. په موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز فرمان ددې لامل شو چې مرضیه خپله دنده له لاسه ورکړي او د نجونو پر زده کړو بندیز شبیراحمد د تدریس له دوام نه ناهیلی کړی دی. شبیراحمد وړاندې وايي چې ددې وضعیت په دوام سره کېدای شي راتلونکي پسرلي کې د پوهنتونونو فعالیتونه ودریږي. هغه وايي: «مېرمن مې په یوه موسسه کې کار کاوه او بېکاره شوه. اولادونه مې نور ښوونځي او پوهنتون ته نشي تللی. د پوهنتون رییس راته وویل چې د پسرلي له پیله نور خپل فعالیت دروو او له دې سره به زه خپله دنده هم له لاسه ورکړم. پرېکړه مو کړې چې ایران ته کډوال شو څو لږترلږه اولادونه مو له زده کړو بې برخې پاتې نهشي.»
پر افغانستان د طالبان د بیاځلي واکمنېدو او ددې ډلې له لوري د سختو محدودیتونو لګول، ددې لامل شوي چې زرګونه هېوادوال کډوالۍ ته مخه کړي. هغوی چې په هېواد کې پاتې دي، هم د غربت او بیکارۍ له امله، په ډېر بد وضعیت کې ژوند تیروي. په هېواد کې د حاکم اقتصادي ناورین پر دوام، ډیری اصناف خپل فعالیتونه دروي. تازه مورد کې د هېواد خصوصي پوهنتونونو د زده کړیالانو د کمښت او له زده کړو نه د نجونو بې برخې کېدو له امله د خپلو فعالیتونو له درېدو خبر ورکوي. طالبان هم د اقتصادي بېوزلي د ستونزې لپاره ځانګړی پروګرام لاندې نه لري.