د طالبانو پر وړاندې د چین دریځ مبهم او څو اړخیز دی. په ظاهره چین د هرې هغې ډلې اوغورځنګ مخالف دی چې مذهبي رنګ ولري، خو په ټولو کلونو کې چې طالبانو په افغانستان کې خپل ځانمرګي بریدونه او تاوتریخجن عملیات ترسره کول، د چین حکومت د تاوتریخوالی په اړه د اندیښنې له څرګندولو پرته بل څه نه کول او داسې برېښده چې په دغه هېواد کې د ناټو د حضور پر ننګولو چې په هره بڼه وي، خوښ دی. دغه راز داسې برېښېده، چې په افغانستان کې د پاکستان تر ملا تړ لاندې رژيم رامنځته کېدل په خپله ګټه ګڼي، ځکه په دې کار سره د دغه هېواد کانونو او طبیعي زېرمو ته لاسرسی چې د افغانستان په تړاو د چین په لومړیتوبونو کې دی، اسانه کېږي. دغه راز بېجینګ په افغانستان کې د هند، اروپا او امریکا د نفوذ له کمېدو هم راضي ښکاري. په دې لړ کې په افغانستان کې د یوه مشروع او قانوني حکومت نشتوالی د هېواد د کانونو د استخراج لپاره یو ښه فرصت ګڼل کېږي او دغه کار د چینايي شرکتونو لپاره یو زرین فرصت بلل کیږي.
له بلې خوا، له هغه وخته چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې مخته ولاړې او د هوکړې لامل شوې، چین داسې احساس وکړ، چې دا ډله د باور وړ نه ده او ښايي هغه چا ته د خدمت ژمنه وکړي چې زیاتې پیسې ورکړي. همدا راز چین پوهیږي چې په هغه هیواد کې د ایغور مسلمان اقلیت وضعیت چې په دې پیړۍ کې له تر ټولو سختو ممکنو ظلمونو سره مخ دی او د خپل مذهبي او کلتوري هویت د بشپړ لمنځه تلو تر برید لاندې دی، د جهادي ډلو لخوا د چین د حکومت پر ضد د یوې پلمې په توګه کارول کېدای شي او خطرونه ورته رامنځته کولای شي، له همدې امله یې پرېکړه وکړه، چې له طالبانو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي او دغې ډلې ته ډاډ ورکړي چې په هر حالت کې یې تر څنګ دی.
طالبانو ته د سفیر استول له طالبانو سره د خپل صمیمیت د څرګندولو او له دغې ډلې سره د اړیکو د لا ټینګولو لپاره د چین یو اقدام دی څو وښيي، چې د امریکا او اروپايي هېوادونو په پرتله طالبانو ته ډېر اخلاص لري او په داسې شرایطو کې چې امریکا متحده ایالتونه حاضر نه دي چې دې ډلې ته سفیر واستوي، بیجینګ دې ډلې ته د سفیر په لیږلو سره له دې ډلې سره مرسته کوي چې سیمه ییز او نړۍوال حیثیت یې لوړ شي او په دیپلوماتیکو ډګر کې یې پر ځان باور زیات شي.
د افغانستان له مسألې سره د چین دا لوبه افغانانو ته چې د طالبانو له شکنجې او د دغې ډلې له پراخو ځپلو او ښکاره تبعیضه کړېږي، ډېر منفي تصویر وړاندې کوي او هغوی ته دا پیغام رسوي چې د افغانستان په سختو او تورو ورځو کې چین یوازې د دې هېواد د کانونو د لوټولو په فکرکې دی، نه د میلیونونو هغو انسانانو په فکرکې چې په دې خاوره کې له سختو او تورو ورځو سره مخ دي. دغه راز چین یوه خطرناکه لوبه کوي، ځکه له یوې خوا د شرقي ترکستان له ډلې خطر احساسوي او له بلې خوا له دې ډلې سره چې د هغې همفکره او متحده ده مرسته کوي او د پیاوړتیا په هڅه کې یې دی.
که څه هم د سیاست په نړۍ کې د اخلاقي اصولو نشتوالی ډېرعام دی او ډېری حکومتونه د نړۍوالو اخلاقي ارزښتونو پر خلاف عمل کوي، خو د افغانستان په اړه د چین تګلاره او طالبانو ته د سفیر استول د اخلاقي اصولو د نشتوالي یوه بشپړه بېلګه ده، چې له امله به یې د دغه ګاونډي په اړه د خلکو په ذهنونو کې ډیر ناسم تصویر پاتې شي او دا چار به د دواړو ګاونډیو هیوادونو د اوږدمهالې راتلونکي لپاره له زیانه ډکه وي.