له سياسي څېرو سره د ليدنو لړۍ؛ ولسمشر له حکمتيار سره ليدلي
۸صبح، کابل

ولسمشر غني په دې وروستيو کې له افغان سياستوالو او نوموتو جهادي او قومي مشرانو سره خپلې ليدنې ډېرې کړې دي.
د همدې ليدنو په دوام، ولسمشر غني تېره ورځ ناوخته د مخکيني ولسمشر حامد کرزي په کور کې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار سره ليدلي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ناسته تېره شپه ترسره شوې او درې واړه مشرانو د ملي اجماع د پياوړتيا او تلپاتې سولې ته د رسېدو پر لار چارو خبرې اترې کړې دي.
د يادونې وړ ده چې، د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ګوند څه موده وړاندې د يو لړ لاريونونو په ترڅ کې افغان دولت ته ګوتڅنډنه کړې وه چې له ياد ګوند سره د شوي تړون له مخې کړې ژمنې بايد ژر تر ژره عملي شي.
د راپورونو له مخې ولسمشر غني په نږدې څو ورځو کې له افغان قومي او جهادي مشرانو او نوموتو څېرو سره ليدنې کتنې ډېرې کړې دي. د ولسمشرۍ ماڼې د معلوماتو له مخې د دغو ليدنو موخه په هېواد کې د ملي اجماع پياوړي کېدل، افغان سولې او د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه سلا مشورې کول دي.