په لغمان کې د يوه کور د چت نړیدو له امله د يوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي

۸صبح، لغمان: په لغمان کې سیمه ییزو چارواکو تایید کړې، چې په دغه ولایت کې د یوه کور د چت نړیدو له امله د یوې کورنۍ اووه تنه غړي وژل شوي او یو بل ټپی شوی دی.
د لغمان د امنيې قوماندانۍ لپاره طالب وياند (يونس يوسفزى) وايي، چې دغه پېښه د پنجشنبې په شپه (وري ۱۷)، د دې ولايت د عليشنګ ولسوالۍ د قلعتک په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د يوسفزي په وينا، په دې پېښه کې ښځه او میړه او د هغوى پنځه ماشومان وژل شوي او يوه لور يې ټپي شوې ده.
په لغمان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند ټینګار وکړ چې دغه کور د وروستیو اورښتونو او زلزلې له امله زیانمن شوی او چت یې تېره شپه په داسې حال کې نړېدلی، چې د کورنۍ غړي یې ویده ول.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا يوه اونۍ وړاندې هم د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې د يوه کور د چت نړیدو له امله د یوې کورنۍ څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتی وه.