د مذاکراتو له پیل راهیسې د رسنیو او بشري حقونو ۱۱ غړي ترور شوي دي
م. ظ. صمیم

په کابل کې د ملګروملتو سازمان دفتر یا یونما د یوه راپور په خپرولو سره اعلان کړی چې په دوحه کې د وږي په ۲۲مه نېټه د بین الافغاني مذاکراتو له پیل راهیسې پنځه د بشري حقونو فعالین او شپږ د رسنیو کارکوونکي په افغانستان کې په هدفي او نورو بریدونو کې وژل شوي دي.
یوناما په دغه راپور کې چې د مرغومي په ۲۵ نېټه خپور شو ویلي چې د سولې مذاکراتو له پیل وروسته موده کې په افغانستان کې د رسنیو زیات شمېر کارکوونکي او د بشري حقونو د ادارو غړي په نښه شوي چې د رسنیو او بشري حقونو د فضا د بدلېدو لامل شوي دي.
په دغه رپوټ کې، د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر پایه د بشري حقونو د فعالینو او رسنیو د کارکوونکو د وژنو په اړه اروزنه شوې ده.
ددې رپوټ له مخې، د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ تر ۳۱مې پورې په هېواد کې ۳۲ د بشري حقونو فعالین او ۳۳ د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
یوناما وېلي چې د مذاکراتو له پیل وروسته ۱۱ د بشري حقونو فعالین او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي چې دا چاره په خلکو کې د وېرې د رامنځته کېدو لامل شوې ده.
د یوناما د رپوټ پر بنسټ، ددغه وضعیت دوام د بشري حقونو او رسنیو د وضعیت د بدلون لامل شوی او زیات شمېر مسلکي وګړو د خونديتوب په هیله خپل کارونه کور او ټولنه پرې اېښي دي.
په رپوټ کې راغلي: «د پېژندل شویو شخصیتونو په ګډون زیات شمېر وګړي له هېواده تښتېدلي، دغو وژنو پر ټولنې پراخ اغېز کړی او د سولې د هڅو په هکله هیلو او تمو ته زیان رسوي.»
یوناما وایي چې د بشري حقونو پر فعالینو او د رسنیو پر کارکوونکو بریدونه نوې خبره نه ده، خو د وژنو په بڼه کې بدلون راغلی دی.
د یوناما د رپوټ له مخې، د وروستیو هدفي وژنو او ترورونو وروستۍ څپه چې عاملین یې نه دي پېژندل شوي، د تېرو کلونو له برېدونو او وژنو سره توپير لري.
د افغانستان لپاره د ملګروملتو د عمومي منشي ځانګړي استازي ويلي: «افغانان روښانه مدني فضا، داسې ټولنې ته اړتیا لري چې خلک خپل فکر او اند ولیکي او خپل نظریات په آزاده توګه له وېرې پرته بیان کړي او خلک ددې وړ دي.»
د هغه په وینا، د بشري حقونو او د رسنیو د فعالینو غږ د پرانیستې او مناسبې ټولنې لپاره اړین دی.
د ملګروملتو سازمان ځانګړي استازي زیاته کړې، په داسې وخت کې چې خبرې او د مذاکراتو او سیاسي توافق له لارې د جګړې د پاي ته رسولو لپاره هڅې روانې دي، د بشري حقونو او رسنیو د فعالینو غږ باید تر پخوا زیات واورېدل شي، خو وینو چې ددغو غږونو د بندولو هڅې روانې دي.
د یوناما په راپور کې جوته شوې، هغه کسان چې د نړیوالو بشردوستانه او بشري حقونو له قوانینو د سرغړونې په شان مسایلو په اړه کار کوي، ډېری وختونه له ګواښ، ځورونې، څارنې یا په خپلسر توقیف سره مخامخ کېږي.
یوناما ټنیګار کړی چې ټول لوري ددغه راز وژنو او وېرې او همداراز د نه سزا په مخنیوي کې مهم رول لري. د یوناما په خبره، د وژنو په هکله پلټنې باید په خپلواکه، بې پرې، چټکې، دقیقې او رڼې وي.
د ملګروملتونو سازمان دفتر دولت ته وړاندیز کړی چې د بشري حقونو د مدافعینو، خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو لپاره د خوندیتوب تدابیرو په ګډون مناسب چوکاټ رامنځته کړي.
همداراز وړاندیز کوي، باید ډاډ ترلاسه شي چې د بشري حقونو دفاع کوونکي، خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له وېرې یا برید پرته له خپلو قانوني حقونو لکه د ژوندانه، د بیان، مالوماتو ته د لاسرسي او نورو اساسي آزادیو برخمن دي.
له سزا د معافیت له کلتور سره مبارزه، د ځواب ویلو کلتور دودول، د بشري حقونو او رسنیو د کارکوونکو د وژنو درول، د هغو قضیو په اړه پلټنې چې طالبان پکې تورن دي، د بشري حقونو او رسنیو له دفاع کوونکو سره همکاري او د هغو پروګرامونو برابرول چې د هدفي وژنو مخه ونیسي، افغان دولت، طالبانو او نړیوالې ټولنې ته د یوناما وړاندیزونه دي.