په میدان وردګو کې د ترافيکي پيښې له امله اووه تنه ټپيان شول

۸صبح، میدان وردګ: د میدان وردګو ولایت ځایي سرچینې وايي، د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه ټپیان شوي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ٢٥مه، هغه مهال وشوه چې د دايميرداد ولسوالۍ په «ارګ» کلي کې یو کرولا موټر چپه شو.

د دې پېښې په ټپيانو کې دوه ښځې او يو ماشوم هم شامل دي.

په ميدان وردګو کې د طالبانو ځايي چارواکو هم دغه پېښه تاييد کړې ده.

د دغې پېښې لامل د سړک خرابوالی بلل شوی دی.

څو ورځې وړاندې هم د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې په ورته ترافیکي پېښه کې دوه تنه مړه او اته نور ټپیان شوي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي دي

Back to top button