اویا هیوادونه پر افغان میرمنو لګېدلو محدودیتونو له امله سخت اندیښمن دي

۸ صبح، کابل: اویا هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې، د طالبانو له خوا پر افغان ښځو د لګول شویو بندیزونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دغه بیانیه د شنبې ورځ ناوخته (کب ۲۷)، خپره کړې او ويلي يې دي، چې افغان مېرمنې له داسې بنديزونو سره مخ دي، چې په نړۍ کې يې ساری نه ده ليدل شوى.

په خبرپاڼه کې راغلي: «طالبان د افغان ولس له ارادې څخه سرغړونې ته دوام ورکوي، له نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو پښې ږدي او د ښځو او نجونو پر وړاندې ظالمانه اقدامات ترسره کوي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو په تېر کال کې له نړیوالو مرستو سره سره، د ښځو پر وړاندې د ظلمونو لړۍ نه ده بدله کړې.

دغو هیوادونو ټینګار کړی چې د نجونو او ښځو  پر ښونه او روزنه بندیزونه به، له بشري حقونو پر محرومولو سربیره، د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي خطرونو او د ماشومانو  ودول هم زیات کړي.

د ۷۰ هېوادونو په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو بندیزونه به د افغانستان اقتصاد نور هم کمزوری کړي.

له نړیوالو فشارونو سره سره طالبانو تر اوسه د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانستلو په ګډون، د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لیرې کولو لپاره هیڅ مثبته نښه نه ده ښکاره کړې.

Back to top button