طالبانو ته د ویانا غونډې څو مهم پيغامونه!
لیکوال: سپين ګل

په داسې حال کې، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي، د افغانستان په سویل ختیځ ولایت خوست کې د حقاني شبکې پلویانو ته د سړک پر سر خپل بهرنی سیاست، له لاسته راوړنو ډک یاد کړی؛ د اتریش پلازمېنه ویانا، د طالبانو د یو شمېر مخالفو لوریو او څېرو د ګډې غونډې کوربه دی.
دا غونډه د نورو لوریو ترڅنګ د طالبانو رژیم ته هم یو شمېر مهم پيغامونه لري.
لومړنی مهم پيغام دا دی، چې د طالبانو د ټولو ادعاوو او تبلیغاتو خلاف، د دوی مخالفان د ګوتو په شمېر کسان او سره پاشلې ډلې نه دي او د دوی له ټولو هڅو سره، نړۍ له پامه نه دي غورځولي.
د ویانا غونډه کې له طالب ضدو څېرو، هغه هم د انسجام په اوایلو کې یې، په داسې ښه پروتوکول هرکلی څرګندوي، چې د طالبانو مخالفان، د تازه دمې جلاوطنۍ او پاشلتیا له ټولو ستونزو سره سره، بیا هم توانیدلي چې د پرمختللو هېوادونو له فکري خونو سره، د تعامل ژبه ولري او طرحې یې جذابیت پيدا کړي.
د یادې غونډې بل پيغام دا دی، چې د طالبانو پر وړاندې د مخکینیو نورو سیاسي ایتلافونو برعکس، په دې جوړښت کې د یوې مفکورې او سابقې اړوند خلک نه دي ټول شوي. په دې غونډه کې هم د طالبانو خلاف د وسله وال مقاومت استازي موجود ول، هم د جمهوري نظام او بهر مېشتو تکنوکراتانو ځنې مطرح او مشهورې څېرې پکې لیدل کیدې او هم د ځینو سیاسي څېرو ترڅنګ د مدني ټولنې، مطبوعاتو او نورو قشرونو یو شمېر استازي وربلل شوي وو.
د غونډې کمیت او کیفیت که څه هم ټولو ته به د قناعت وړ نه وي، خو دا د طالب ضدو لوریو لویه لاسته راوړنه ده، چې د نړۍ له مختلفو برخو یې مشترکه ژبه سره پيدا کړې او په یوه غږ، پر یوه مېز، د یوه هدف لپاره را ټول شوي دي.
په غونډه کې یو بل واضح پيغام د افغانستان د خلکو په ادرس و، چې طالبانو ته هم سرخوږی دی او د دوی پردروغو ولاړه ازادي-خپلواکي او د ناپېیلتوب ادعا چېلنجنوي. هغه پيغام د مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود دا خبره وه، چې ویل یې ختیځ او لویدیځ دواړه د افغانستان لپاره کومه طرحه نه لري او دوی خپله د افغانانو په توګه، داسې طرحه وړاندې جوړوي او وړاندې کوي، چې د نړۍ قناعت او ملاتړ تر لاسه کړي.
تر دې مخکې طالبانو د ځان په اړه داسې ادعاوې کولې او خپل مخالفان یې عمدتاً د لویدیځ په لاسپوڅيتوب تورنول، خو اوس طالب رژیم ته د امریکا د اونیزو څلویښت میلیون ډالري مرستو له مرموزیت او نه شفافیت سره، د دوی په اړه ګڼ ګومانونه پيدا شوي.
د طالبانو مخالفان، که په همدې جهت مخې ته لاړ شي، هم د ویانا غونډې په فارمټ کې او هم د نورو پلاټفورمونو له جوړولو او پراخولو سره، د طالبانو د بېریښېتوب، پر افغانانو د تپل کیدو، بېساري استبداد او نورو مواردو د لا مستندولو په برخه کې، ښه ګامونه اخیستلی شي.
د دې ترڅنګ، ثابتولای شي چې د طالبانو د تبلیغاتو او ادعاوو خلاف، د دوی د څنډې ته کولو په صورت کې، افغانستان د طالب رژيم د بدیل او د وضعیت د مهار پیاوړي او ټولمنلي بدیلونه رامنځته کولای شي.
د ویانا غونډې یو بل پيغام، چې کیدای شي په خپل جوړښت کې دننه د طالبانو د رژیم ستنې ولړزوي؛ د نورو ایتلافي ملګرو د جذب لپاره، د غونډې د ګډونوالو لخوا د (پرانستو دروازو) اعلان و.
په غونډه کې وویل شول، چې د افغانستان د قضیې د حل لپاره به دغه ساختار خپلې دروازې خلاصې ساتي او نور لوري هم کولای شي، چې دوی سره ملګري شي.
دې ته په کتو سره، چې د طالبانو په رژيم او ساختار کې دننه، ورځ تربلې د دوی له پټمخي او نامعلوم مشرتابه او کړنو څخه د ځينو هوښیاریدونکو طالبانو-چې ښایي تر دې دمه یې فکر او لاس یې د وطن د استقلال په وینو سور نه وي- زړه بدوالی، په زیاتیدو دی، حتمي ده چې دغه شمېر طالب مشران هم په ښکاره یا پټه یوه لاره برابره او طالب ضدو ایتلافونو سره ملګري شي.
دغه شمېر طالب مشران که ریښتیا هم د خپریدونکو راپورونو په حواله هوښیار شوي وي او پوهیدلي وي، چې د نه بدلون په صورت کې، وطن، ولس او حتا دوی پخپله نابودیږي، خامخا له بدلون غوښتونکو ادرسونو سره لاره یوه کوي.
د ویانا غونډه طالبانو، نړیوالو او خپله افغانانو ته ګڼ نور پيغامونه هم لري. په یوه جمله کې داسې غونډې په دې خلاصه کیدای شي، چې افغانان د طالبانو له استبداده تر پوزې رسیدلي، اوسنی وضعیت په هیڅ ډول د زغم او دوام وړ نه دی، یا به طالب د افغانستان او افغانانو له قسمخوړلو دښمنانو سره، خپل پټ او مرموز تارونه غوڅوي او په یوه لوی او رښتیني فکری- برناموي بدلون سره به د خلکو غوښتنو ته غاړه ږدي او یا به له سیاسي یا جنګي لارې ژر یا لږ څه وروسته نسکوریږي.
اوس د طالبلښکر هغې برخې او څېرو، چې لا تر اوسه د سیمې د استخباراتو، د غلامۍ کړۍ یې عقل او ارادې ته نه ده لوېدلې، له عقل او محاسبې سره تړاو لري، چې د خپل نالیدلي او مرموزو مشرتوب د قوماندو اطاعت کوي او په افغانستان کې روان ناورین جاري ساتي، که له ملت سره تعامل کوي او د بین الافغاني مذاکراتو او یوه عبوري حکومت له جوړولو سره، د منتخب ملي او ولسواک نظام د ژر رامنځته کیدو د هڅو ملګري کیږي.