۸صبح، لغمان: سیمهییزې سرچینې وایي، چې د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې دغه چاودنه دوشنبه د تلې پر اتلسمه د مازدیګر ۴:۳۰ بجو شاوخوا د مهترلام ښار د مرکز اړوند عصمت څلورلارې کې شوې ده.
سرچینو په دغې چاودنه کې د ۱۰ تنو ټپي کېدل تایید کړي دي، خو د وژل شویو په اړه څه نه وایي.
سرچینې زیاتوي، چې د دغې چاودنې په لړ کې طالبانو د پېښې له ځایه د سیمې څو تنه نیولي دي.
لغمان ولایت کې د طالبانو ځایي مسوولانو تر اوسه د دغې چاودنې د څرنګوالي او دا، چې څوک یې په نښه کړي وو، معلومات نه دي وړاندې کړي.
طالبان د ډېری امنیتي پېښو او جنایي جرمونو په اړه چوپتیا غوره کوي او کله ناکله هم د تلفاتو ناسمې شمېرې وړاندې کوي.