افغانستان د تیرې یوې لسیزې په پرتله ډېر سوړ ژمی تجربه کوي. د واورې ورېدو او د سختې سړې څپې په را رسېدو سره د هېواد د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي. سړه هوا، یخني، د لارو بندېدل او روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی هغه ستونزې دي چې د هېواد د سړو سیمو اوسېدونکي ورسره مخ دي. بله ننګونه چې په دې ورځو کې یې د هېواد د ځینو سیمو د اوسېدونکو ژوند تریخ کړی د څښاک پاکو اوبو ته نه لاس رسی دی. د نیمروز ولایت اوسېدونکي وايي، د سړې هوا او سختې یخنۍ له امله د څښاک او مصرفي اوبو ته د دوی لاسرسی محدود شوی دی. د دوی په وینا، په دغه ولایت کې د څښاک اوبو د هرې بوشکې بیه ۲۳ زره تومنو ته لوړه شوې ده. دوی د اوبو د تصفیې شرکتونه د بيې په زیاتولو تورنوي او د طالبانو له سیمه ییزو چارواکو غواړي چې د دغو شرکتونو لپاره دی نرخونه وټاکي.
د نيمروز ولايت مرکز زرنج ښار د هېواد په سوېل لوېديځ کې موقعيت لري او له هغو سيمو څخه دى چې تر ځمکې لاندې اوبه يې د څښاک وړ نه دي. د دې ښار اوسېدونکي باید د کال په ټولو موسمونو کې د څښاک پاکې اوبه واخلي. دوی وايي، په تېرو اوو ورځو کې د سړې هوا له امله د اوبو د زخیرو نلونه او د اوبو زېرمې بندې شوې او دوی نه شي کولای په خپلو ټانکونو کې له زېرمه شویو اوبو ګټه واخلي. د دوی په وینا د اوبو د پاکولو شرکتونه هم دوی ته په کمه اندازه اوبه د لوړې بیې په بدل کې ورکوي.
د زرنج ښار اوسېدونکی نذیر احمد د څښاک د اوبو له کمښت او د بیو له لوړوالي شکایت کوي. نوموړی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې د یکشنبې په ورځ د مرغومي میاشتې په ۲۵مه له ساعتونو انتظار وروسته په دې وتوانېد، چې د څښاک یوه بوشکه اوبه په ۲۰ زره تومنو واخلي، چې د ۴۸ افغانیو معادل کېږي. د نیمروز دغه اوسیدونکی زیاتوي:«کله چې کور ته روان وم، لومړی د اوبو د پاکولو شرکت ته ورغلم. ما ډیر وخت انتظار وکړ تر څو چې نوبت می راورسیدو. دوي یوه بوشکه اوبه په ۲۰ زره تومنه راکړی.» نذیر احمد په نیمروز کې د اوبو د پاکولو شرکتونه د قیمتونو په لوړولو تورنوي او زیاتوي:«هوا یخ شوې، د دې پر ځای چې له خلکو سره ښه او مهربانه چلند وکړي، شرکتونو له بده مرغه د خلکو له مجبوریته ګټه پورته کوې او نرخونه یې درې چنده لوړ کړي دي.»
ګل احمد، د زرنج ښار اړوند د حاجي خېلو د کلي اوسېدونکی دی. هغه وايي، پخوا به د اوبو د پاکولو شرکتونو د ټانکرونو په واسطه د دوی کورونو ته اوبه رسولې او د څښاک د اوبو د هرې بوشکې بيه به يې يوازې پنځه زره تومنه کیدله، خو اوس خبرخ دی ته رسېدلی چې نوبت به نیسي ترڅو کور ته اوبه دروړي. هغه زیاتوي: «د پنجشنبې په ورځ، مي ډېر انتظار وکړ، مګر اوبه را نه غلې.» ګل احمد زیاتوي، چې د اوبو د پاکولو شرکتونه دې ته چمتو نه دي، چې له دوو ورځو یخنۍ وروسته خپلو سیمو ته اوبه ورسوي. د هغه په وينا، ځايي اوسېدونکي د اوبو د ترلاسه کولو لپاره شرکتونو ته ورځي.
اوس مهال په زرنج ښار کې د اوبو د پاکولو څه باندې لس شرکتونه فعالیت کوي. د هوا په سړېدو سره دغو شرکتونو د څښاک د اوبو بیه څلور برابره لوړه کړې او کورنیو ته یې رسول محدود کړي دي. د زرنج ښار اوسېدونکي د اوبو د بیې له لوړوالي اندېښمن دي او زیاتوي چې په خراب اقتصادي وضعیت کې دوی نه شي کولای په لوړه بیه اوبه واخلي. دوی د طالبانو له ځايي چارواکو غوښتي چې د اوبو د پاکولو شرکتونو د بیو لوړولو مخه دې ونیسي.
دا پداسې حال کې ده چې په نیمروز کې سیمه ییز طالب چارواکي تاییدوي چې په دغه ولایت کې د اوبو بیه لوړه شوې ده. دوی وايي، هڅه کوي، چې ژر تر ژره د نرخونو پر نرخنامه کار پیل کړي، تر څو د هغه پر بنسټ د زرنج ښار اوسېدونکو ته د څښاک او صحي اوبه او د سون توکي په مناسبه بیه برابر شي.
سږني ژمي د نیمروز اوسېدونکو ته بې شمېره زیانونه اړولي دي. د دغه ولایت اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو، د سون موادو او د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي، د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي او د داخلي بې ځایه شویو د خېمو د ویجاړېدو په څېر له جدي ننګونو سره مخ دي. په دغه ولايت کې د سختو بادونو د پيل په لومړۍ ورځ د څه دپاسه شلو کورونو دېوالونه نړېدلي او په تېرو دوو ورځو کې په دغه ولايت کې يو ماشوم، يوه زړه مېرمن او شپږ په نشه روږدي کسان مړه شوي دي.