۸صبح، پروان: سیمهییزې سرچینې پر سالنګ لویه لار د سخت توپان او واورې خبر ورکوي.
سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې چهارشنبه د مرغومي پر ۲۱ نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۰۰ بجو راهیسې پر دغه لویه لار لسګونه مسافر د سخت توپان او د واورې د ښویېدو له امله بند پاتې دي.
د سرچینو په وینا په بند پاتې کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
خو د سالنګونو د ساتنې مسوولان وايي، چې بند پاتې کسان یې ژغورلې دي.
د سالنګونو د ساتنې رییس ابومحمد حافظ یعقوب له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې له هېوادوالو وغوښتل، چې اوسمهال پر سالنګ لویې لارې له سفر څخه ډډه وکړي.
سالنګ لویه لار نن ۱۰:۰۰ بجې شاوخوا د سختې واورې ورېدنې له امله د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.