شبانه بسیج د نېشنل جیوګرافیک ټولنې جایزه وګټله

۸صبح، کابل: (شبانه بسیج راسخ) د افغان ښځو او نجونو د زده کړې په برخه کې، د فعالیتونو له امله، د نېشنل جیوګرافیک ټولنې، د ۲۰۲۳ زېږدیزکال د «کال غوره سپړونکې» جایزه وګټله.

د نشنل جیوګرافیک ویب‌پاڼې، د سه شنبې په ورځ (د مۍ په ۲۳مه)، ددې انجمن د رئیسې (جیل تیفنتالر) له قوله راپور ورکړ، چې هغوي راسخ لدې امله چې «خپل ژوند یې د افغان میرمنو تعلیم او ژوند ښه کولو ته وقف کړی» ستایلې ده.

د نېشنل جیوګرافیک ټولنې مشرې جېل تیفنتالر وویل: «شبانه یوه تکړه، مخکښه او با استعداده میرمن ده، چې خپل ژوند یې د افغان ښځو او نجونو د تعلیم او ژوند ښه کولو ته وقف کړی دی. هغه ښوونې او روزنې ته د لاسرسي، د مساوات او د تبعیض له منځه وړلو لپاره لارې چارې رامنځته کوي، د هغې زړورتیا او ژمنتیا یو الهام دی.»

د نشنل جیوګرافیک انجمن جایزه، هر کال د نېشنل جیوګرافیک سپړونکو ټولنې غړي ته ورکول کیږي، چې د نړۍ مهمو مسئلو او د زمکې د وچې پر وړاندې ننګونې په ګوته کړي، ورکول کېږي.

شبانه راسخ په کابل کې لویه شوې او د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې یې د طالبانو له نظره پټو ښونځیو کې زده‌کړې، کړي دي.

شبانه راسخ له افغانستانه تر کډوالۍ وروسته په امریکې کې زده کړې وکړې او د «سوله» ښوونځي له بنسټ ایښودونکو څخه ده، چې د افغان نجونو لپاره د لوړ کیفیت زده کړو په برخه کې فعاله ده.

دا ښوونځی، فارغو افغان نجونو ته نړیوالو پوهنتونونو کې د شامېلیدو چانس ګټلو چمتوالي په موخه، درس ورکوي.

Back to top button