شاه محمود قریشي دده د نیول کېدو خبر رد کړ

د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمود قریشي دده د نیول کېدو خبر رد کړی دی.

قریشي د چهارشنبه پر شپه، د مې په ۱۰مه، په یوه ټویټ کې د ده د نیول کېدو د خبر خپرولو موخه، د « وېرې او ترهې» رامنځته کول وبلل.»

هغه ويلي: «زه تر اوسه نه یم نیول شوی. خو خبرداری ورکوم چې د ناسمو معلوماتو د خپرولو، بلوا، وېرې، وحشت او زموږ د ګوند او ملاتړو د مورال د ماتولو لپاره، یوه ستراتیژي روانه ده.»

هغه زیاته کړې: «زه تاسو ته خبرداری درکوم چې دا یوه لویه تېروتنه ده. د پاکستان خلک به په خپلو کورونو کښېنني. مه وېرېږئ او احتجاج وکړئ.»

تر دې مخکې پاکستاني رسنیو خبر ورکړی و، چې شاه محمود قریشي په اسلام اباد کې د دغه هېواد د پوځ لخوا نیول شوی دی.

په پاکستان کې تر هغې وروسته، تاوتریخجن اعتراضونه پیل شول چې پخوانی لومړی وزیر او د دغه هېواد د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان، د سه شنبې په ورځ د می په ۹مه، په اسلام اباد کې، د فساد په تور ونیول شو.

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر له نیول کېدو وروسته، د هغه پلویانو او د تحریک انصاف ګوند سیاسي فعالانو، د دغه هېواد په ګڼو ښارونو کې لاریونونه وکړل.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشرانو د عمران خان د نيول کېدو په غندلو سره، د دغه هېواد دولت، د عامه افکارو په پارولو او د سياسي مخالفينو د ځپلو لپاره د ناقانونه ګامونو په پورته کولو، تورن کړی دی.

Back to top button