شهاب المهاجر او د هغه د وژل کېدو معما

تېره اوونۍ د پاکستان جیو نیوز راپور ورکړ چې د داعش د خراسان څانګې امیر ثناالله غفاري چې په شهاب المهاجر مشهور و، د افغانستان په کونړ کې وژل شوی دی. د شهاب المهجر د وژل کېدو خبر په لومړیو ساعتونو کې له ډېرو شکونو سره مخ شو. له جیونیوز پرته بلې کومې معتبرې رسنۍ دا خبر خپور نه کړ. د باوري رسنیو لخوا د داعش د خراسان څانګې د امیر د وژل کېدو د خبر نه خپرېدو د دې موضوع په اړه د څارونکي تر پخوا ډېر شکمن کړي دي . له بلې خوا نه د پاکستان حکومت رسماً د شهاب المهاجر وژل کېدل اعلان کړي او نه هم طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه ویلي دي. په دې لړ کې یوازې د طالبانو رسنیزو کسانو په ټولنیزو شبکو کې د شهاب المهاجر وژل کېدل تایید کړي دي.

د معلوماتو له مخې، ثناالله غفاري د کابل د شکردرې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او په خټه پښتون او په قوم خروټي دی. نوموړی اوسمهال ۳۳ کلن دی او د انجینرۍ له پوهنځي فارغ شوی دی. تر دې مخکې چې نوموړی په ۲۰۲۰ کال کې د عبدالله اورکزي پر ځای د داعش خراسان څانګې د امیر په توګه وټاکل شي، د دې ډلې د کابل ولایت مسوول و. د داعش خراسان څانګې په تشکيلاتي جوړښت کې هر هغه څوک چې په کابل کې مسوول وي، د امیر مرستیال یې هم وي. هغه کلونه کلونه په کابل کې کار کړی او له دې امله چې کابل یې ټاټوبی دی، په خپل عملیاتي چاپېریال کې کافي بلد دی.

شهاب المهاجر د داعش له خراسان څانګې سره له یو ځای کېدو مخکې په کابل کې د حقاني شبکې د عملیاتي کړۍ مشر و او له ډېرې مودې راهیسې له دغې شبکې سره نږدې اړیکې لري. دا هم مهمه ده چې په خراسان کې د داعش ډېر پخواني او اوسني غړي په حقاني شبکه کې د غړیتوب مخینه لري. په ځینو وختونو کې دا دوه ډلې په خورا ستراتیژیک ډول سره یوځای شوي او په خپلو بریدونو کې یې د ماسک تاکتیکونه کارولي.

کله چې طالبان له امریکا سره د سولې خبرو ته کېناستل او په دوحه کې یې ژمنه وکړه چې له نورو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي، دا ټيک هغه وخت و، چې د حقاني شبکې او د داعش خراسان څانګې یوبل ته پوښښ ورکاوه او د نقاب تاکتیک یې کاراوه. د نقاب تاکتیک په هماغه وخت کې د حقاني شبکې او داعش ګډې عملیاتي تګلار ته اشاره کوي. طالبانو دغه تکتیک د دې لپاره کاراوه چې د نړیوالې ټولنې له لوري له نور فشار سره مخ نه شي او د افغانستان پر حکومت لا زیات فشار راولي. د حقاني شبکې د عملیاتي ډلو لخوا د بریدونو له ترسره کېدو وروسته، د داعش خراسان څانګې د بریدونه پړه پرغاړه اخیسته. دا په داسې حال کې وه، چې په هغه وخت کې د داعش خراسان څانګه سخته کمزورې شوې وه او دې ډلې له لوژستیکي پلوه د داسې بریدونو توان نه درلود. دغه ستراتیژیک پوښښ طالبانو ته اجازه ورکړه چې داعش د خراسان څانګې ترنقاب لاندې عمومي مرکزونه په اسانۍ سره په نښه کړي. د کابل په دشت برچي کې د میندو پر روغتون خونړی برید چې د بې پولې ډاکټرانو لخوا اداره کېده، یو له دغه ډول بریدونو و.
د راپورونو له مخې د داعش خراسان څانګې ځینې مهم عناصر اوس هم له حقاني شبکې سره نږدې اړیکې لري. د سرچینو په وینا، ثناالله غفاري چې مشهور شهاب المهاجر دی اوس هم په کابل کې دی او په ډير احتمال سره د حقاني شبکې لخوا ساتل کېږي. پوښتنه دا ده چې ولې حقاني شبکه ثناالله غفاري ساتي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې، څو فرضیې وړاندې کیدای شي.

ثناالله غفاري د حقاني شبکې له پخوانیو غړو دی او ښايي لا هم له دې شبکې سره اړیکې ولري. له بلې خوا د داعش د خراسان څانګې ډېرغړي له طالبانو ناراضه دي. ښايي حقاني شبکه هڅه کوي چې د شهاب المهجر او نورو نږدې کسانو له لارې د داعش په خراسان څانګه کې نفوذ ولري او د دې ډلې له پرمختګونو او جریانونو خبره وي. که له بلې زاویې ورته وګورو، ښایي حقاني شبکه د داعش په خراسان کې د نفوذ په کولو سره غواړي
له کندهاري طالبانو سره د واک د وېش پر سر چنې ووهي. له بلې خوا د داعش خراسان ټول مشران چې په دې موده کې د طالبانو لخوا وژل شوي، هغه کسان وو، چې د ثناءالله غفاري له امیر کېدو سره یې ستونزه درلوده. ثناءالله غفاري له ایډیالوژیک پلوه سلفي نه دی، په داسې حال کې چې د داعش خراسان څانګې د امیر کیدو لپاره لومړی شرط سلفي توب دی. هغه حنفي مذهبه دی او دې مسألې د ده او د دې ډلې د نورو قومندانانو تر منځ ډېرې ستونزې را ولاړې کړې او په پایله کې سلفي قومندانان له ده سره بیعت نه کوي. ثناالله غفاري د دغې ډلې د جګپوړو قوماندانانو په منځ کې تر ټولو ځوان دی او دا مسأله د اختلافاتو بل لامل دی. له بلې خوا غفاري د اسلامي دولت او خلافت پر جوړېدو باور نه لري، چې له امله یې په خراسان کې د هغه او د داعش د نورو جګپوړو قوماندانانو ترمنځ اختلافات هم رامنځته شوي دي. په دې لوبه کې د غفاري د ګټلو کارټ په منځني ختیځ کې د داعش له اصلي مرکز سره د هغه اړیکه ده. هغه په ​​عراق او سوریه کې د قوماندې له کړۍ سره نږدې اړیکې لري.

په کونړ ولایت کې د هغه د وژل کېدو ادعا جالبه ده. هغه د داعش د خراسان څانګې د ننګرهار له امیر ابوبکر الباجوري سره ستونزه لري او د الباجوري د ځواک مرکز کونړ دی. کله چې هغه له الباجوري سره ستونزه لري، نو بیا ولې دغه ولایت ته ولاړ شي؟

د اسلامي بنسټپالو ډلو څېړونکی حسین احساني پر دې باور دی چې د غفاري د مړینې خبر تر اوسه نه دی تایید شوی او د دې ډلې په ټولنیزو شبکو کې د داسې پېښې نښې نه لیدل کیږي. په تېرو وختونو کې د داعش د یوه جګپوړي قوماندان له وژل کېدو وروسته د ټولنیزو شبکو په ډلو کې یو ډول ماتم لیدل کېده، چې تر اوسه داسې څه نه دي لیدل شوي. ښاغلی احساني وايي: «د ثناالله غفاري په پټو او تر ځمکې لاندې فعالیتونو کې مهارت ته په کتو داسې نه ښکاري چې هغه دې وژل شوی وي.»

د يادونې وړ ده، چې شهاب المهاجر يو له هغو ترهګرو دی چې امريکا متحدو ايالتونو د هغو اطلاعاتو په بدل کې چې د نوموړي د نیول کېدو یا وژل کېدو لامل شي، ۱۰ میلیونه ډالره جایزه په پام کې نیولې ده.

ورته لیکنې

Back to top button