د پاکستان پارلمان د نواز شریف ورور شهباز شریف د دغه هېواد نوی لومړی وزیر وټاکه.
شریف نن دوشنبه د اپریل پر ۱۱ د ۱۷۴ رایو په ګټلو د پاکستان لومړی وزیر شو.
د یادونې وړ ده، چې ښاغلي شریف دې ټاکنو کې سیال نه لاره.
د نوموړي یوازیني سیال شاهمحمود قریشي د خپل ګوند له غړو سره یوځای پارلمان پرېښود او په ټولیزه توګه یې د پاکستان پارلمان کې له غړیتوب څخه استعفا وکړه.
ویل کېږي، چې میا شهباز شریف د پاکستان درویشتم لومړی وزیر دی، چې ټاکل کېږي.