شهباز شریف: په پاکستان کې ترهګر له منځه وړو

په پېښور کې پر یوه جومات له خونړي ځانمرګي برید درې ورځې وروسته، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف خبرداری ورکړی چې په دغه هېواد کې به ترهګر وځپل شي.

د پاکستان لومړي وزیر پنجشنبه د فبرورۍ پر دویمه نېټه پر ټویټر لیکلي دي: «د خپلو خلکو په ملاتړ به ترهګر وځپو او له خپلې خاورې به یې وباسو.»

شریف دغه‌راز په پېښور ښار کې د خونړي ځانمرګي برید په تړاو له پاکستان سره د خواخوږۍ ښودلو له امله له هېوادونو مننه کړې ده.

پاکستان تل پر طالبانو تور لګوي چې د دغه هېواد مخالفو وسله‌والو ډلو ته پناه ورکوي، په داسې حال کې چې دغه ډله وايي، د افغانستان خاوره به د کوم هېواد پر ضد ونه‌کارول شي.

پرون د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له هغو څرګندونو وروسته، چې ګواکي په پېښور کې پر دغه جومات شوی برید د افغانستان له خاورې پلان شوی و، د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ته په خطاب کې وویل: «د خپل بام واوره د نورو پر بامونو مه اچوئ او خپلې ستونزې په خپل هېواد کې دننه هوارې کړئ.»

د پاکستان د پېښور ښار د پوليسو د یوه مرکز په جومات کې درې ورځې وړاندې په يوه ځانمرګي بريد کې شاوخوا سل تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

ورته لیکنې

Back to top button