د خونې د کړکۍ ترڅنګ خواشینې ناسته ده او د روغبر لپاره د درېدو سیک پکې نشته. خولۍ یې په سر ده او په خپلو لاسونوکې اوږدې تسبیح چې زر دانې لري، اړوي. ښکلا یې د خپه څېرې ګونځو پټه کړې ده. هماغسې چې په فکر کې ده، د شونډو پر کونج یې موسکا کیني، پر خپل حال یې پرېږدم او له کوم مزاحمت پرته یې مخې ته کینم. زه یې هم د لمسیانو په ژبه «بوبوجانه» بولم. بوبوجانه هغه ښځه ده چې خپل درې زامن یې له لاسه ورکړي. له هغې غواړم چې د پخوا وختونو کیسې وکړي، هغو وختونو چې زامن یې له سنګر او جګړې سره آشنا نه وو. بوبوجانه ژوره ساه اخلي او په ډېرغرور سره چې له خبرو یې ښکاري، وایي: «زما زامن پر هغې لاره چې ما ورښودلې وه، روان شول او شهيدان شول، خدای راکړي وو، د خدای او وطن په لاره کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ».
خپلې تسبیح اړوي او تر شونډو لاندې ذکر کوي. په سینه کې یې دروند غم پروت دی ، خو غږ یې نه رېږدي: «ه ژاړم، داسې چې اوښکې مې تویږي، په زړه کې وایم، چې کاشکې یو یې ژوندی وای او پر ځای زه مړ وای.» بوبوجانې څلور زامن درلودل. یو یې په ماشومتوب کې د ناروغۍ له امله مړ شو. خو جګړې د هغې دوه ځوان زامن ترې واخیستل. هغه په خواشینۍ سره زیاتوي: «په دې وطن کې جګړې زما درې زامن رانه واخیستل». د هغې لومړی زوی احمد میر په اته کلنۍ کې ناروغ شو. هغه په کورنۍ درملنې سره نه رغېږي او غواړي چې د ښار ډاکټر ته یې بوځي، خو د جګړې له امله ونه توانېدل چې احمد میر ډاکټر ته بوځي او بالاخره احمدمیر د سختې ناروغۍ له امله ساه ورکوي.
له سرو لښکرو سره د جګړې په لړ کې، ډیری کورنیو خپل زامن د شوروي له نیواکه د وطن د ازادولو لپاره جبهې ته استول. بوبوجانه هم یوه له هغو زرګونو میندو ده، چې خپل تنکی زوی یې د وطن د ازادۍ لپاره د مبارزې جبهې ته واستاوه. بوبوجانه خپل زوی په داسې حال کې جبهې ته لېږي چې د احمد میر له مرګه لا ډیر وخت نه دی تېر شوی: «زړه مې درد دلود. دا جګړه د دې لامل شوې وه، چې خپل زوی له لاسه ورکړم. خپل زوی ته مې چې تازه یې شونډه توره کړې وه او په خپله یې هم جبهې ته د تګ شوق درلود، وویل چې ما همدې ورځې ته لوی کړی یې، چمتو شه، د خدای او خپلې خاورې په لاره کې وجنګېږه.» هغه ۤپه ډېرې سرښندنې سره ځان ته زړه او جرئت ورکوي چې خپل زوی جنګ ته واستوي.
بوبوجانه د هغو سختو ورځو یادونه کوي. ستونی یې له غریوه ډک دی، یوه شېبه غلې شي. هغې خپل زوی په خپلو لاسونو جګړې ته استولی و. جبهې ته یې د زوی له تللو دوه میاشتې وروسته د هغه احوال نه راځي. بوبوجانه خپل زړه پیاوړی ساتي او ځان ته هیله ورکوي چې زوی یې ژوندی دی. «د زوی مې هېڅ خبر رانغی. یوه او بل ته ورغلم، څه یې نه راته ویل، او یوازې یې غوښتل چې انتظار وکړم.» انتظار کوي، یوه میاشت او دوه میاشتې شپږو میاشتو ته رسېږي، خو د هغې د زوی هیڅ احوال نه راخي، تر دې چې یوه ورځ د هغې د زوی د جګړې او سنګر ملګري د بوبوجانې د کور دروازه ټکوي. کله چې کور ته راځي، خبرې نه کوي. هغه یوازې هغه کڅوړه چې تر تخرګ لاندې یې وه، ښکته کوي او بوبوجانې ته یې سپاري. د بوبوجانې ملا ماتېږي، هغه پوهېږي چې له زلمي زوی یې یوازې همدا کڅوړه ورته پاتې ده او بس. د زوی ملګري یې تر تګ مخکې بوبوجانې ته مخ اړولی او رته ویلي یې دي چې: «مورې اندېښنه مه کوئ، هغه خپل ارمان ته ورسېد. زوی دې په ولاړو جنګ وکړ او په ولاړو یې خپل ژوند له لاسه ورکړ، خدای پامان.» داهغه وروستي کلمې دي چې د ځوان لخوا ویل کیږي، او بوبوجانه د خپل زوی د له لاسه ورکولو له درد او کړاو سره پاتې کېږي.
هغه په یوه کال کې خپل دوه زامن له لاسه ورکوي. له دې پېښې وروسته بوبوجانه له خپل ورور سره پاکستان ته کډواله کیږي. په جلا وطنۍ کې له څو کلونو ژوند کولو وروسته په اتيايمه لسيزه کې له خپلو دوو ځوانو زامنو سره افغانستان ته راستنېږي. دوه هلکان چې جلا جلا هیلې لري. يو يې له پوځي دندې او مبارزې سره مينه لري او بل يې د شعر او ادبیاتو مینه وال دی. کله چې بوبوجانه کیسه کوي، داسې ښکاري لکه په هماغو زمانو کې چې وي، د شونډو پر کونج یې مسکا کیني او په داسې مسکا سره چې مخ یې ور تازه کړی دی، خپلو خبرو ته دوام ورکوي: «زما یو زوی مې لاړ چې پوځي زده کړې وکړي. بل به یې خپلې شپې او ورځې د شعرونو او کتابونو په لوستلو تېرولې.» کله چې یې مشر زوی خپلې پوځي زده کړې بشپړوي، له هغې نجلۍ سره واده کوي، چې بوبوجانې ورته غوره کړې وه.
هغه له انګړه بهر ته ګوري او وايي: «وګوره! دا لمسیان مې د زوی یادګار دي. هر وخت چې ورته ګورم زوی مې را په یادوي» د بوبوجانې زوی د پوځي زده کړو له بشپړولو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې خدمت کوي او جنګیږي. رتبې اخلي او لوړو مقامونو ته رسېږي. بوبوجانه د خپل زوی په اړه وايي: «هغه ډېر متقی او مهربانه و. کله کله به چې زه پوهېدم، جګړې ته ځي او یا جګړه پېلیږي، بیا به یې هم ماته نه ویل چې د جګړې ډګر ته نېږدې دی. پر ځای به یې داسې یوه خبره وکړه چې زه وخاندم». د خپل زوی یادونه کوي او د سترګو له کونجونو یې اوښکې روانې دي. کله چې هغه د جګړې په ډګر کې جنګېده، بوبوجانې سره له دې چې نه غوښتل هغه مرګه ته نېږدې وي، خو بیا یې هم صبر کاوه او دې ته خوښه وه، چې «خدمت» کوي، د دې وطن زوی دی او د دې وطن لپاره جنګېږي.»
د اوړي په یوه ورځ کې چې بوبوجانې له خپلو لمسیانو سره لوبې کوي، انګور یې په ژړا ورځي او خبر ورکوي چې میړه یې په بد حالت کې دی او په څو ساعتونو کې خپل ولایت ته رالېږدول کېږي. په دې وخت کې بوبوجان خپله انګور ارامه کوي او هغې ته لارښوونه کوي، چې لمونځ وکړي او قران ولولي. دوه ساعته وروسته، کله چې بوبوجانه تر سره لمر لاندې د خپل زوی د روغتیا لپاره دعا کوي، دعا یې لا پای ته نه رسېږي چې د زوی مړی ورته د دروازې له لارې کور راوړي. هغه پورته کېږي او غواړي چې د ډیر وخت وروسته د خپل زړه سواندي زوی مخ وویني. د خپل وژل شوي زوی له مخه سپین ټوکر لېرې کوي، زړه یې درد وکړي، سترګې یې تورې شي، خپل زوی نه پیژني؛ ځکه مخ یې د مرمیو له ټپونو ډک و. بوبوجانې خپل زوی ان د وروستي ځل لپاره هم ونه لید.
د بوبوجان څلورم زوی چې له جګړې او پکې له ښکېلتیا کرکه لرله او ټوله نړۍ یې د خپلو شعرونو په کتابونو نه ورکوله، په هغې ورځ له ځان سره ژمنه کوي، چې نه پرېږدي د ورو وینه یې حیف شي. له هغې ورځې راهیسې طالبان تر پخوا ډير د هغه دښمنان ګرځي. هغه شعر او کتابونه پرېږدي او وسله پورته کوي. بوبوجانه له خپل زویه پاتې کتابونو ته سترګې اړوي او وايي: «په هماغه ورځ یې لا د خپل ورور جسد نه و خښ کړی، قسم یې کړی چې تر هغې به جګړه کوي چې یو طالب هم ژوندی وي. کتابونه یې موږ ته پرېښودل او لاړ، ما چې هر څومره هڅه وکړه، مخه مې یې ونه شوای نیولی.»
هغه د سهراب سپهري د شعرونو کتاب راکوي. د کتاب پر لومړي مخ یې خپل نوم، لاسلیک او نېټه لیکلې ده. بوبوجانه زیاتوي: «ما د هغه ټول کتابونه ساتلي دي او په میاشت کې یو ځل یې ګورم چې چې دوړې پرې کینني». د هغې زوی له کتاب سره مینه درلوده او تل به یې د تر شونډو لاندې شعرونه ویل. ان په هغو ورځو کې چې له شپږو مياشتو لنډې روزنې وروسته سنګر ته ولاړ، د شعرونو کتاب يې له ځانه سره يووړ. بوبوجانه په ډیرې لیوالتیا او خواشینۍ سره وايي: «په سنګر کې یې راته شعر لوسته.» کله چې جمهوري نظام سقوط کېږي او پوځ دړې وړې کېږي، د بوبوجانې زوی له خپلو ملګرو سره په پټنځای کې ژوند کوي، څو ځان له طالبانو سره جګړې ته چمتو کړي. هغه قسم خوړلی چې جنګېږي او هڅه یې وکړه، چې پر خپل قسم ودرېږي. خو مور يې له هغه ژمنه اخلي، چې له سنګره به راستنېږي.
بوبوجانه خپلې سترګې ښکته اچوي، داسې لکه هغه کار چې باید نه وای یې کړی، کړی یې وي. هغه د خواشینۍ په دود خپل سر خوځوي او زیاتوي: «ما هغه ته نور د جګړې اجازه ورنه کړه، که بل زوی مې لرلای، پرېښودلای مې، خو دی د جګړې سړی نه و. له هغې ورځې چې ځان یې وپېژاند کتاب او قلم یې واخیستل، شعر یې وایه او کتابونه یې لوستل.» بوبوجانې خپل درې زامن له لاسه ورکړې دي. دوه زامن يې د خداى او هېواد په لاره كې قربان كړي، خو وروستي هغه ته يې له يو څه مودې پرته نور د جګړې اجازه ورنه كړه او په وينا يې «یو یې له ځان سره وساته». هغه یو چې اوس ژوندی دی، خو د خپلې مور ترڅنګ ژوند نشي کولای. هغه مور چې خپله د ځوانۍ د وخت خولۍ په سروي، په زړه کې یې یو زوړ او ژور غم دی. هغه د هغو ورځو په یاد ژاړي چې زامن یې پر یوه دسترخوان راټولېدل او کیسې یې کولې.
افغانستان له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې د وسله والو جګړو قرباني دی. د پخواني شوروي له سرو لښکرو سره جګړه، تنظيمي جګړې، له طالبانو سره مبارزه، ځانمرګو بريدونو او چاودنو چې د جمهوريت په دوره کې وشوې، زرګونه میندې له اولادونو بې برخې کړې او زرګونه اولادونه یې د مور او پلار له سیوری محروم کړل. خونړۍ جګړې اوس هم روانې دي، چې له افغانانو قرباني اخلي او کورنۍ د غم پر ټغر کینوي.