له خلکو د عشر ټولول د طالبانو د سرپرست حکومت یوه لانجمه موضوع ده، چې ځینې هېوادوال يې د لغوه کېدو غوښتنه کوي. ډېری هېوادوال نیوکه کوي او وايي، په داسې وضعیت کې چې له سخت مالي او اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او د عایداتو له کمښت سره مخ دي، طالبان عشر ترې ټولوي. اوس په بامیانو کې د طالبانو سیمه ییز مسوولان وايي، چې راټول شوی عشر په دغه ولایت کې پر بېوزلو وېشل کېږي. په ورته وخت کې د بامیانو د علماوو مرکزي شورا وايي، چې د شیعه وو د فقې پر اساس، اسلامي حکومت ته عشر نه ورکول کېږي.
بامیانو ته د طالبانو د والي ویاند صبور سیغاني وايي، چې عشر د شریعت د حکم پر اساس راټولېږي او بېرته په بامیانو کې بېوزلو ته وېشل کېږي. د سیغاني په وینا، عشر بامیانو کې د طالبانو د والي تر نظر لاندې، د سپین ږیرو او ولسي کمېسیون له لارې اړمنو ته وېشل کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې تر دې دمه مشخصه نه ده، چې راټول شوی عشر څه وخت خلکو ته وېشل کېږي او د راټول شوي عشر اندازه هم تر اوسه نه ده مشخصه شوې. سیغانی ټینکار کوي، چې د بامیانو محلي اداره هڅه کوي، د دغه ولایت له خلکو سره مرسته وشي.
په ورته وخت کې د بامیانو ځینې اوسېدونکي وايي، چې مرستې باید اړمنو ته وشي. د دوی په باور، په سختو شرایطو کې چې اوس اوس خلک ورسره لاس و ګرېوان دي، د مرستو وېش يې د ژوند په ښه والي کې ګټور ثابتېدای شي.
د بامیانو یو اوسېدونکی محمد وايي، چې ډېری خلک له لوږې سره مخ دي او د سون او خوراکي توکو د برابرولو وس نه لري. نوموړي وویل: «دا ښه کار دی، تقریباً اکثره خلک بېوزلي دي، خوراکي او سونتوکي نه لري.»
د بامیانو یو بل اوسېدونکی چمن وايي، که دا مرستې اړمنو ته ورکړل شي، ښه کار به وي. چمن ټینګار کوي، چې د طالبانو سیمه ییز مسوولان باید بېوزلې کورنۍ تشخیص او مرسته ورسره وکړي.
په بامیانو کې د نوې ادارې په جوړېدو سره د دغه ولایت د زارعت او مالدارۍ ریاست د عشر په راټولولو لاس پورې کړ. په دې بهیر کې، د زراعتي او حیواناتو له هرو لسو برخو څخه یوه برخه یې عشر اخیستل کېږي.
په ورته وخت کې، د بامیانو علماوو مرکزي شورا وايي، چې د شعیه فقې پر اساس، اسلامي حکومت ته عشر نه ورکول کېږي. دا شورا ټینګار کوي، چې خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي او د عشر د ورکولو وس نه لري.
بلخوا په بامیانو کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې عشر په تخفیف سره راټولېږي. هغوی وايي، چې له شلو برخو څخه یوه برخه يې د عشر په توګه اخیستل کېږي.
سره له دې چې د بامیان ځینې اوسېدونکي نیوکه کوي وايي، د طالبانو دا پرېکړه د بامیانو په ځینو سیمو کې نه عملي کېږي او طالب ماموران له هرو لسو برخو څخه یوه برخه د عشر په توګه اخلي.