کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې

۸صبح، کابل: کابل کې سرچینې د دغه ښار د دویمې ناحیې اړوند کارته پروان سیمه کې د پاکستان پر سفارت له وسله‌وال برید څخه خبر ورکړی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې د پاکستان سفارت جمعه د لیندۍ پر یوولسمه د ډزو نښه ګرځېدلی دی.

ویل کېږي، چې ډزې دغه سفارت ته له یوې نږدې ودانۍ شوې دي او له امله یې د پاکستان سفارت لږترلږه یو کارکوونکی ټپي شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې اوسمهال برید پایته رسېدلی او سیمه د طالب ځواکونو له خوا تړل شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې په اړه نور معلومات نشته او د طالبانو امنیتي مسوولانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

کابل کې د پاکستان سفارت هم لا په رسمي توګه دغه پېښه نه ده تایید کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې نن کابل کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار پر دفتر هم چاودنه او وسله‌وال برید شوی دی.

ورته لیکنې

Back to top button