د طالبانو له خوا له خلکو نه په بیلابیلو نومونو د پيسو د اخیستو د شکایتونو په لړ کې دا ځل د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو ښار هټیوال د مالیې په نوم د دغې ډلې له لوري د زیاتو پیسو له اخیستو شکایت کوي. هغوی ادعا کوي، چې طالبانو د پانګې، خرڅلاو او عایدو له سنجولو پرته، پر هټیوالو ملا ماتوونکي مالیات وضع کړي دي.
د قلعه نو ښار هټيوال د طالبانو له خوا راټولېدونکي مالیات ملا ماتوونکي ګڼي او وايي، چې په اوسنيو شرايطو کې يې د توکو پلور کم شوى او خلک یې د پېرلو توان نه لري. د دوی په وینا، دا مهال د طالبانو ډله له زوره په استفادې له خلکو زیاتې پیسې او باج اخلي. دغه هټۍوال په دې باور دي، چې له خلکو په دې ډول د پيسو اخيستل ماليه نه، بلکې باج اخیستل دي.
د قلعه نو ښار یو هټیوال عبدالبصیر د طالبانو له خوا له هټيوالو نه د پیسو ټولولو روده د مالیې د قوانینو خلاف ګڼي او نیوکه کوي چې د طالبانو د مالیې د راټولولو مامورین د خرڅلاو له سنجولو پرته له هغوی پیسې اخلي. هغه څرګندوي : «طالبان پرته له دې چې د هټۍ پانګه وارزوي او د پلورونکي د عايد په اړه معلومات ولري، پر پاڼه لیکي چې ستاسو د هټۍ مالیه دومره شوې او ویې سپارئ.» عبدالصیر زیاتوي: «څو ځلې مو هغو کسانو ته چې د مالیاتو راټولولو ته راغلي وو، وویل چې دا انصاف نه دی. خو په زورګویۍ سره یې وویل چې همدا پیسې تحویل کړئ».
د هغه په وينا، په دې ډول چې طالبان له هټيوالو پيسې اخلي، ماليه نه، بلکې يو ډول زیاتی او باج اخیستنه ده.
عبدالبصیر، چې د خوراکي توکو پلورنځي لري وايي، که څه هم په تېرو کلونو کې یې پلور ښه و، خو هر کال به یې لس زره افغانۍ مالیه ورکوله، خو سږ کال طالبانو له ده څخه ۳۸ زره افغانۍ اخیستې دي. هغه زیاتوي: « پخوا زموږ خرڅلاو هم ښه و او دولت ته مو لس زره افغانۍ مالیه ورکوله. خو طالبان راغلل او له معیار او سنجولو پرته یې وویل، چې ۳۸ زره افغانۍ باید تحویل کړې.»
بل خوا، د قلعه نو ښار يو بل هټيوال فيصل هم د عبدالبصير خبرې تاييدوي او وايي، چې د تېرو دوو کلونو په پرتله يې په پلور کې پنځوس سلنه کموالى راغلى، خو سږ کال طالبانو له دوی نه په مستقيم ډول په زور د پیسو اخیستل پېل کړي دي.
فیصل په قلعه نو ښار کې د شیرینۍ او خوږو هټۍ لري. هغه هم د عبدالبصير په څېر د کار د بازار له ځوړه شکايت کوي او وايي، سره له دې چې له خلکو نه د پېرلو ځواک اخيستل شوى او لږ خواږه پېري، طالبان ترې زیاته مالیه اخلي. هغه وايي: «خلک نور د پیرلو توان نه لري. هر څوک د خپلې ګېډې د مړولو په فکر کې دي. له یوې خوا بازارونه خراب شوي او خرڅلاو نشته، له بلې خوا طالبان له موږه ډېرې پیسې اخلي.»
د فيصل په وينا، په تېرو کلونو کې به يې د خپلې هټۍ ١٩زره افغانۍ کلنۍ ماليه ورکوله، خو سږ کال طالبانو له دې پرته چې خرڅلاو یې وسنجوي او د هټيوال حالت او عایدو ته پام وکړي، د ده د هټۍ مالیه ۸۰ زره افغانۍ ټاکلې چې ملا ماتوونکي ده. هغه وايي: «دا د خدای لاره نه ده، چې مالیه له ۱۹ زرو نه ۸۰ زرو ته لوړه کړئ. لږ ترلږه د یو چا وضعیت هم په پام کې ونیسئ.»
فیصل زیاتوي چې دا پیسې یې د طالبانو په غوښتنه ورکړې خو د دې وضعیت په دوام سره مجبور دی، چې خپل څو کلن کسب پرېږدي.
اخوا په بادغیس کې د طالبانو د ادارې یوه سرچینه هم د دې خبر پخلی کوي او زیاتوي چې دوی دغه مالیه له مرکزه د ترلاسه شوې کړنلارې پر بنسټ ټولوي. سرچینه زیاتوي: « له مرکزه طرزالعمل راغلی او موږ مجبور یو چې تطبیق یې کړو.»
دا یوازې د قلعه نو ښار هټیوال نه دي چې د طالبانو د طالبانو له لوري د مالیې په نوم د زیاتو پیسو له اخیستو شکایت کوي، بلکې تر دې وړاندې د نیمروز ولایت د زرنج ښار هټیوالو هم د طالبانو د ډلې له لوري د ډيرې مالیې له اخیستو شکایت کړی و او دغه کار یې « ښکاره ظلم» بللی و.