د ښځو او نارینه وو اوږدې لیکې چې زیاتره یې سپین ږیري او سپین سرې دي تر سترګو کېږي چې په ویلچر کې ناست دي. د هغو ځوانانو په خبره کې چې دلته لاسي کراچۍ لري او د مسافرو بار وړي، هره ورځ دوه – درې کسان ناروغان هم په دې کراچیو پراته لیدل کېږي. کله نا کله حالت داسې شي چې دې ناروغانو ته سیرم او اکسیجن ورکول کېږي. دا د تورخم دروازه ده؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ګڼې ګوڼې ډکه ځمکنۍ لار.
په دې وروستیو میاشتو کې د مسافرو لیکې ډیرې اوږدې شوې او ناروغان په ورځو ورځو په پوله کې پراته وي، څو د تیرېدو اجازه ترلاسه کړي. د یادونې وړ ده چې دا دویمه لیکه ده چې ناروغان اود ناروغانو پایوازان باید د یو بل شاته ودرېږي او منتظر واوسي، څو د تیرېدو اجازه ترلاسه کړي.
پاکستان حکومت د پخواني حکومت له چارواکو سره د یوې هوکړې له مخې پاکستان ته د ناروغانو د تګ او راتګ په بهیر کې اسانتیاوې رامنځته کړې وې. دې بهیر د طالبانو په دوره کې هم دوام وموند. له دې بهیر سره سم، عاجل ناروغان ویزې او پاسپورت ته اړتیا نه لري او له څېړنې او تایید وروسته، پاکستان ته د تګ اجازه ورکول کېږي.
ناروغان باید د طالب چارواکو او د ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست د استازو څخه د جوړ شوي کمیسیون له نظر تیر شي، څو پاکستان ته د تګ اجازه ترلاسه کړي او دا لومړۍ لیکه ده. لومړی ناروغان په ننګرهار ولایت کې له څېړنې او تایید وروسته «ریفرشیپ» پاڼه ترلاسه کوي او هغوی بیا له همدې پاڼې په ګټې اخیستنې سره د تورخم په دروازه کې د طالبانو د استازو څخه د جوړ کمیسیون څخه پاکستان ته د تلو اجازه لیک ترلاسه کوي.
ریفرشیپ پاڼه د ننګرهار د عامې روغتیا د استازو او ددې ولایت د یو شمیر چارواکو څخه جوړ پلاوي له لوري ناروغانو ته ورکول کېږي چې دفتر یې ددې ولایت په نشه یي توکو د روږدو د درملنې په روغتون دی. سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې په دې وروستیو کې طالبانو د دې پلاوي ټول واکونه استخباراتو ادارې ته سپارلي دي.
خالد(مستعار نوم) وايي، دا درېیم ځل دی چې د ننګرهار د معتادینو درملنې په روغتون کې د څېړنې پلاوي ته د ناروغ د تاییدۍ له پاره ورځي، خو هر ځل له دریو څلورو وروسته منفي ځواب ترلاسه کوي. هغه وايي، په خپلو سترګو یې داسې کسان لیدلي چې روغ رمټ وي، خو د تاییدۍ پاڼه په ډیره اسانۍ ترلاسه کوي، لسګونه ناروغان بیا ورځې ورځې په ډیر بد حالت کې د روغتون په دروازه کې پراته وي، څو د تاییدۍ پاڼه ترلاسه کړي. هغه زیاتوي:« د معتادانو درملنې په روغتون کې د طالب چارواکو له لوري د تاییدي پاڼې په ترلاسه کولو کې ملګري او خپلوي مهم رول لري.»
د یوه ناروغ پایواز محمدګل (مستعار نوم) وايي چې لومړی د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د ناروغانو د مدارکو د څېړنې مسوول و، خو اوسمهال دا مسوولیت په دې ولایت کې د معتادانو په روغتون کې د عامې روغتیا ریاست او د ننګرهار ولایت چارواکو څخه جوړ شوي پلاوي ته سپارل شوی دی. د نوموړي په خبره باید یوازې نوملیکنې ته په ورځو ورځو انتظار وباسې: «په دې بهیر کې د ناروغانو تایید له پاره ځانګړي شرایط موجود دي څو وکولای شي له ویزې او پاسپورت پرته له افغانستان څخه ووځي، خو د طالبانو نږدې کسان په دې بهیر کې شامل دي او موږ چې ټول شرایط لرو، باید ورځې او اوونۍ منتظر واوسو.» محمد ګل خپله شاهد و چې د ورځې په لسګونو د طالبانو اړوند کسان د ناروغانو په نوم په اسانۍ له پولې اوړي.
یو شمیر ناروغانو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې د ننګرهار عامې روغتیا ریاست استازي د طالبانو پلاوي له اجازې پرته څه نه شي کولای او طالبان په خپله خوښه ناروغانو ته د ریفرشیپ پاڼې ورکوي.
احمد مدثر(مستعار نوم) چې خپل پلار یې د درملنې له پاره پاکستان ته بیولي و، وايي چې نه یې شو کولای ویزې ته په تمه واوسي او جلال اباد ښار د معتادانو روغتون ته مراجعه وکړي، څو پاکستان ته د تګ اجازه لیک ترلاسه کړي. هغه زیاتوي سره له دې چې د روغتون په دروازه کې سلګونه ناروغان د اجازه لیک په تمه ناست وي، خو لومړی نوبت د واکمنو کسانو د خپلو خپلوان دی. مدثر وايي، په هغه موده کې چې د کمیسیون جوړېدو ته په تمه و، لسګونه کسان یې لیدلي چې له کومې ستونزې پرته او پرته له دې چې کمیسیون جوړ شي، پاکستان ته یې د تګ اجازه لیک ترلاسه کړی دی: «ټول روغ رمټ و. طالبانو په ډیره اسانۍ خپلو خپلوانو او نږدې کسان ته اجازه لیک ورکاوه، په داسې حال کې چې لسګونه ناروغان د اجازه لیک ترلاسه کولو ته په تمه و.»
ناروغان د پاسپورت ترلاسه کولو له پاره بل بهیر لري. له دې بهیر سره سم، دوی باید لومړی د عامې روغتیا وزارت د قوانینو ریاست ته مراجعه وکړي او بیا د ریاست قوانین هوکړه اړوند روغتون ته یوسي، څو روغتون بیا هغه په خپلو اوونیزو ناستو کې وڅېړي.
ناروغان باید اوونۍ اوونۍ صبر وکړي، څو د روغتون له لوري د څېړنې چانس ترلاسه کړي او بیا یې اسناد پاسپورت ریاست ته راجع شي.
د ناروغانو پایوازانو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې په اوسمهال کې په جمهوریت روغتون کې ۵۰۰ ناروغان او د کابل په ابن سینا روغتون کې ۳۰۰ ناروغان د کمیسیون اوونیزې ناستې ته په تمه دي، څو یې اسناد د فوري پاسپورت اخیستلو له پاره قانوني بهیر طی کړي.
د ناروغانو ناوړه حالت دلته پای ته نه رسېږي، دوی اړ دي چې ساعتونه او ان ورځې د تورخم په دروازه کې تیرې کړې،څو پاکستان ته د اوښتو اجازه په لاس ورشي. یو مساپر وايي، حالت یې ناروغانو ته داسې جوړ کړی، څو له پولې د اوښتو په صورت کې د پیسو ورکولو ته اړ شي: «دوی پوهېږي چې موږ د خپلې کورنۍ د غړو له پاره هر کار ته چمتو یو، موږ یې تر خوږ ګوتې نیولي یوو.»
د یوه ناروغ پایواز ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د تورخم له پولې اوښتل او په پوله کې د طالب چارواکو د تاییدي ترلاسه کول، داسې دې لکه له کمان رستم څخه چې تیرېږي: «هغه ناروغان چې د ننګرهار د معتادانو روغتون څخه دلته رااستول شوي وي او د تورخم له کمیسیون څخه یې کارت هم ترلاسه کړی، بیا به هم له پولې د اوښتو له پاره د طالب چارواکو اجازې ته په ساعتونو ساعتونو منظر وي.»
ددې پایواز په خبره، هغه دوې شپې په پوله کې منتظر و او په پای کې د ۱۵زره افغانیو په ورکولو سره له پولې د اوښتو اجازه ترلاسه کړې ده، په داسې حال کې چې له هغه یې ۵۰ زره افغانۍ غوښتې. دې پایواز وروسته له هغه چې ډیرې ستونزې ګاللې دي او بیا د تورخم له لارې پاکستان ته اوښتی دی، د پولې د هغې غاړې په اړه داسې وايي: «کله چې له پولې راواښتم او د پاکستانیانو چلند مې ولید، فکر مې وکړ چې طن دلته دی او دوی مې وطندراران دي! ما د تورخم په مسوولینو کې یوه ذره د وطندارۍ حس ونه لېد، هر یوه هڅه کوله چې په یو نه یو ډول پیسې ترلاسه کړي.»
یو بل پایواز بیا وايي چې په هر ګام کې فساد دی: «که چیرې قاچاقي لار اوږده او خطرناکه نه وای، نوهېڅ ناروغ به دا بې عدالتي نه وه زغملې.»
سره له دې چې هڅه مو وکړه د طالبانو نظر هم په دې برخه کې ولرو، خو هڅې مو بې پایلې وې. د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولینو هم په دې برخه کې د ۸صبح ورځپاڼې پیغامونو ته ځواب ور نه کړ.
په اوسمهال کې په افغانستان کې زرګونه روغتونونه فعالیتونه کوي، خو ناسم تشخیص، پر روغتیايي کادرونو بې باوري او د پرمختللو طبي وسایلو نشتوالی، د ناروغانو او د هغوی د پایوازانو شکایت دی چې له امله یې هغوی اړ دي بهرنیو هېوادونو ته مخه کړي. پاکستان د نوروهېوادونو په پرتله د ځمکنۍ پولې درلودلو له امله د ناروغانو پاملرنه ځان ته اړولې ده. دا هېواد هر کال د افغانستان د زرګونو ناروغانو کوربه وي. افغانان په دې باور دي چې که چېرې د هېواد په دننه کې د مسلکي کادرونو او پرمختللو طبي وسایلو په درلودلو سره روغتیايي مرکزونه جوړ شي، پاکستان ته به د ناروغانو د لېږد اړتیا نه وي.
په تېرو شلو کالو کې د افغانستان روغتیايي نظام کم اوزیات یو سیستم پیدا کړی و او یو زیات شمیر سازمانونه ددې سیستم د پیاوړتیا له پاره د افغانستان په څنګ کې ولاړ و، خو د طالبانو له لوري د هېواد تر نیولو وروسته، د نورو مواردو ترڅنګ د هېواد روغتیايي نظام ونړېد. سلګونه متخصص ډاکټران له هېواده ووتل او ډیری نړیوالو بنسټونو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان روغتیايي نظام سره خپله همکاري وځنډوله. له همدې امله د هغو ناروغانو شمیر چې ګاونډیو په ځانګړي ډول پاکستان ته د درملنې له پاره روان دي، د پخواني نظام له نسکورېدو وروسته یې په شمیرې کې بې ساری زیاتوالی راغلی دی. په اوسمهال کې په پاکستان کې ۳، ۱ میلیونه افغان کډوال پراته دي چې د بېلابېلو دلایلو له هغې جملې درملنې له پاره دې هېواد ته راغلي دي.