۸صبح، کابل: د ګډ امنیتی تړون د ځواکونو مشر اناتولی سیدروف وایی، د افغانستان او تاجکستان پولې ته څېرمه د داعش څلور زره جنګیالی راټول شوي دي.
د روسیې د تاس خبري اژانس سه شنبه د سلواغې پر ۲۵ نېټه د ګډ امنیتي تړون د ګډو ځواکونو د مشر په حواله راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د داعش د جنګیالیو شمېر ۶ زره او ۵۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی.
اناتولي سیدروف په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د داعش جنګیالي تر ډېره د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان، تخار او کندز ولایتونو کې ځایپرځای شوي دي.
د ګډ امنیتي تړون دغه چارواکي په افغانستان کې د بېلابېلو سخت دریځو ډلو د جنګیالیو راټولېدل د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ثبات لپاره تر ټولو ستر ګواښ ګڼلی دی.
اناتولي سیدروف ویلي دي: «د یووالي نشتوالی او د طالبانو ترمنځ زیاتېدونکي اختلافات د افغانستان د اقتصادي وضعیت د خرابیدو لامل شوي دي. بشري ستونزې د سیمې پر بې ثباتۍ اغیزه کوي.»
د ګډ امنیتي تړون د ګډو ځواکونو د مشر په وینا، د نشهيي توکو قاچاق او د وسلو ناقانونه سوداګري د افغانستان د کورنیو جګړو خطر زیاتوي.
د ګډ امنیتي تړون له خوا په داسې حال کې د افغانستان په شمال ختیځ کې د داعش د جنګیالیو د زیاتوالي خبر ورکړی، چې د طالبانو د ویاند د څرګندونو پربنسټ دوشنبه شپه د سلواغې پر ۲۴ د کابل ښار په اتمه حوزه کې د داعش یو شمېر جنګیالیو له طالب جنګیالیو سره څو ساعته نښتې وکړې.
د دې نښتې جزیات تر اوسه د طالبانو له خوا نه دي خپاره شوي.