سیګار: ۲۴،۴ میلیونه افغانان د خوړو له ورځني کمښت سره مخ دي

۸صبح، کابل: د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړي څارونکي یا سیګار د افغان کورنیو د اقتصادي وضعیت د نه بدلون خبر ورکړی دی.

سیګار شنبې د لړم په ۲۱مه په یوه راپور کې ویلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې بشردوستانه وضعیت خراب شوی دی.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړي څارونکي ویلي چې ۲۴،۴ میلیونه افغانان له خوراکي ناورین سره د مقابلې په خاطر د درې وخته ډوډۍ کمولو ته مخه کړې ده.

د سیګار له خوا د خپرو شویو مالوماتو له مخې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، وچکالۍ، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی، د بانکي سیستم فلج کېدو، د نقدو پيسو کمښت او د کاري فرصتونو نشتوالي د کورنیو پر مالي وضعیت منفي اغېزه کړې ده.

ورته لیکنې

Back to top button