سیګار: د افغانستان بانکي سیسټم فلج شوی او مرکزي بانک له کاره لوېدلی

۸صبح، کابل: د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکي یا سیګار وايي، چې افغانستان کې د بانکولۍ سیسټم فلج شوی او د دغه هېواد مرکزي بانک له کاره لوېدلی دی.

سیګار په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، چې د نړیوالو بانکونو نه ملاتړ د دې لامل شوی، چې هېڅ بانک افغانستان کې کوچینو شخصي شرکتونو ته باور ورنه کړي.

د سیګار دغه څرګندونې چې د امریکا حکومت ته د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د دغه بنسټ د مفصل راپور یوه برخه ده، په افغانستان کې د نقدو پیسو نشتوالی لویه اقتصادي ننګونه یاده کړې ده.

د سیګار په دغه راپور کې د امریکا حکومت ته وړاندیز شوی، چې یوازې د افغانستان بانکونو ته د نقدو پيسو په تزریق بسنه ونه کړي او باید د بانکونو د فعالیت ملاتړ وشي.

د سیګار د راپور پر بنسټ، د پیسو تزریق له اقتصادي ودې سره مرسته نه ده کړې او اړتیا ده، چې د افغانستان بانکونو ته قرضه ورکړل شي؛ تر څو اقتصادي تحرک رامنځته شي.

په دې وروستیو کې امریکايي چارواکو منلې، چې له طالب چارواکو سره یې په امریکايي بانکونو کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو د یوې برخې پر سپارلو خبرې اترې کړې دي.

د راپورنو له مخې، طالب چارواکو د دغو پیسو د سپارلو پر څرنګوالي سلا نه ده کړې او غوښتنه یې کړې، چې دا پیسې دې له قید و شرط پرته ور وسپارل شي؛ خو امریکايي چارواکو ټينګار کړی، چې دا پیسې دې یوه اماني صندوق ته وسپارل شي او طالبان دې ورته لاسرسی ونه لري.

ورته لیکنې

Back to top button