سیګار: لوږه افغانستان کې د ۱۸.۹ میلیون تنو ژوند ګواښي

۸صبح، کابل: د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې اټکل کړی، چې افغانستان کې د ۱۸.۹ میلیون تنو ژوند د سختې لوږې له امله ګواښل کېږي.

سیګار یکشنبه د لړم پر ۲۲ یوه ټویټ کې ویلي، چې اټکل کېږي د روان زېږدیز کال له جون تر نومبر میاشتې افغانستان کې ۱۸.۹ میلیون تنه د لوږې له امله «د ژوند له ترټولو لوړې سطحې ګواښ» سره مخ دي.

سیګار زیاته کړې، چې له دې جملې کابو ۶ میلیون تنه «قحطۍ ته نږدې شرایطو» سره مخامخ دي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې له دې مخکي ویلي و، چې ۲۴.۴ میلیونه افغانانو له خوراکي ناورین سره د مبارزې لپاره له درې وخته خوړو څخه راکموي.

ورته لیکنې

Back to top button