سیګار: له افغانستان سره د امریکا له مرستو نولس میلیارد ډالر د مخکیني نظام له خوا حیف ومیل شوي دي

۸صبح، کابل: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) ویلي چې نولس میلیارد ډالر د مخکیني دولت له سقوط څخه مخکې په افغانستان کې حیف ومیل شوي دي.
سیګار جمعه د لینددۍ په څلورمه د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي: «زموږ ادارې د افغانستان د مخکیني حکومت له سقوط څخه مخکې پلټنې او راپور ورکړی و چې له افغانستان سره د امریکا له مرستو نولس میلیارد ډالر حیف ومیل شوي او ناوړه ګټه ترې پورته شوې ده.
له دې مخکې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې د مخکیني نظام د سقوط یو لامل پراخ فساد او اشرف غني د ملګرو د یوې محدودې کړۍ له خوا د واک انحصار بللی و.