سیګار: طالبان د امریکا د پراختیايي ادارې په تصمیمونو او د پروژو په عملي کولو کې د لازیات ګډون په لټه کې دي

۸صبح، کابل: د افغانستان د بیارغونې په رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې ویلي چې طالبان په لاسلیک شویو تفاهم لیکونو، تصمیمونو او پروژو په عملي کولو کې د لازیات ګډون غوښتونکي دي.
سیګار یکشنبې د سلواغې په ۱۶مه د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې له قوله په خپل تازه راپور کې لیکلي چې طالبانو د پروژو د عملي کولو په برخه کې د همکارو بنسټونو دفترونو ته نه اعلان شوی تګ راتګ زیات کړی او د کاري پلان، بودیجې، عملیاتو او کسانو په هکله د مالوماتو غوښتونکي شوي دي.
سیګار د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله زیاته کړې چې د افغانستان د بیارغونې امانتونو صندوق د بیړني غبرګون پروګرام د ملاتړ ناودلتي سازمانونو په بېلابېلو لاملونو په تېرو درېیو ورځو کې په لسو ولایتونو کې خپل کارونه درولي دي.
د ویلو ده چې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره، ددې ډلې او د نړۍ د ټولو هېوادونو ترمنخ دیپلوماتیکې اړیکې پرې شوې او له امله یې ډېری نړیوالې مرستې چې افغانستان ته د پراختیايي چارو د پرمخ بیولو په موخه رسېږي درول شوې دي.
په دې لړ کې، له ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF)، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)، د خوړو نړیوال سازمان(WFP) او زیات شمېر نور نادولتي او نړیوال مرستندویه سازمانونه چمتو شوي چې د «موږ پاتې کېږو او مرسته رسوو» په شعار سره په افغانستان کې پاتې شي او خپل کار ته دوام ورکړي. له دغو سازمانونو سره د طالبانو رژيم تعامل د هغې کړنلارې له امله و چې د غني دولت په وروستیو کې د مرستندویه سازمانونو او طالبانو ترمنځ رامنځته شوې وه. ددې کړنلارې له مخې، سازمانونو اجازه لرله چې د طالبانو له خوا د جوړو شویو اصولو او د «شرکتونو او موسسو له کمېسیونونو» د اجازه لیک په اخیستو چې په هر ولایت او ولسوالۍ کې یې استازی درلود، خپل کارکوونکي د دې ډلې تر واک لاندې سیمو ته ولېږي او پروژې اجرا کړي.
سیګار له دې مخکې هم ویلي چې له افغانستان سره د امریکا مرستې، که بشردوستانه او یا بل اړخ ولري ښايي طالبانو ته مشروعیت ورکړي.