کابل کې پر هوټل له برید راهیسې درې مړي او ۱۸ ټپیان ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي

۸صبح، کابل: ایمرجنسي روغتون وایي، چې د کابل د شهرنو پر یوه هوټل له بریده درې مړي او ۱۸ ټپیان دغه روغتون ته رسېدلي دي.
ایمرجنسي روغتون دغه موضوع دوشنبه د لیندۍ پر ۲۱ د یوه ټویټ په خپرولو بیان کړې ده.
ایمرجنسي په خپل ټویټ کې ویلي، تر اوسه ۲۱ قربانیان دغه روغتون ته رسېدلي، چې درې یې پر لاره مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د یوه ټویټ په خپرولو ویلي، چې د «کابل لونګن هوټل» پر ودانۍ برید پایته رسېدلی او د هوټل ټول مېلمانه ژغورل شوي دي او هېڅ یو بهرنی نه دی وژل شوی.
هغه زیاته کړې: «البته دوه تنه بهرنیان چې ځانونه یې راغورځول، ټپيان شوي دي.»
د شاهدانو په وینا په دغه هوټل کې چینایي وګړي اوسېدل.