سراجالدین حقاني له طالب جنګیالیو وغوښتل چې نظافت مراعات کړي

۸صبح، کابل: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست د طالبانو له جنګیالیو غوښتي، چې نظافت مراعات کړي.
سراجالدین حقاني دغه غوښتنه دوشنبه د لړم پر ۱۶ له طالب پوځیانو سره په یوه ناسته کې مطرح کړې ده.
حقاني ویلي: «نظافت د ایمان برخه ده، پاملرنه ورته وکړئ او عطر هم وکاروئ.»
روښانه نه ده، چې حقاني دغه څرګندونې په کومه ناسته کې مطرح کړې دي؛ خو د خپرو شویو انځورونو له مخې هغه د خلکو او طالب ځواکونو په منځ کې خبرې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تازه د خپلو ځواکونو د منظمولو لپاره هغوی ته ځانګړی یونیفوم په پام کې نیولی دی.
د طالبانو جامې او ظاهر یو له هغو مواردو دي، چې تل د خلکو پام ځان ته اړوي.