سراج‌الدین حقاني په فراه کې په عام محضر کې د قصاص شوي کس کورنۍ ته سل زره افغانۍ ورکړې دي

۸صبح، کابل: طالبانو د هغه کس له کورنۍ سره چې تېره ورځ په فراه کې په عام محضر کې د دې ډلې د مشرانو په حضور کې قصاص شو، د سل زره افغانيو نقدي مرستې خبر ورکړی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستيال مهاجر فراهي پنجشنبه د ليندۍ پر ۱۶ یوه ټویټ کې لیکلي، چې دغه نقدي مرسته د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني کړې ده.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې، تاجمير چې پرون د فراه په لوبغالي کې قصاص شو، د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ اوسېدونکی و.

طالبانو ویلي چې تاجمیر د هغه له خوا د وژل شوي کس د خپلوانو له لوري په عام محضر کې وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په عام محضر کې پر تاجمیر د قصاص د لومړني حکم پلي کېدل له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button