سراجالدین حقاني: د واک انحصار او د افکارو تپل زموږ په ګټه نه دي

۸صبح، خوست: د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني د طالبانو پر رهبرۍ نیوکه وکړه او ویېویل، د واک انحصار او په خلکو د افکارو تحمیلول د دوی په ګټه نه دي.
د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر دغه څرګندونې شنبه د سلواغي پر ۲۲ د افغانستان سویلختیځ خوست ولایت ته د سفر پرمهال او د یوې دیني مدرسې د زدهکوونکو د فراغت په مراسمو کې کړې دي.
حقاني وویل، د اوسني وضعیت دوام د زغم وړ نه دی او ټینګار یې وکړ، چې خلک به له دوی څخه ځانونه لیرې کړي.
سراج الدین حقاني ټینګار وکړ چې په اوسنیو حالاتو کې د خلکو پر ټپونو پټۍ اېښودل اړین دي.
که څه هم د کورنیو چارو وزارت سرپرست د طالبانو د واک د انحصار په اړه کومه ځانګړې موضوع یاده نهکړه، خو ظاهراً یې موخه د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل او له کار کولو د ښځو منع کول ده، چې دا کار د دې لامل شوی چې د دغې ډلې په وړاندې د نړیوالې ټولنې پراخ منفي غبرګونونه راوپاري.
د سراجالدین حقاني دا اعتراف، چې د طالبانو ډله واک په انحصار کې لري او خپل نظریات پر خلکو تحمیلوي، ددې ډلې د مشرانو ترمنځ هغه ژور اختلافات په ډاګه کوي، چې په دې وروستیو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې آمنې محمد افغانستان ته له سفر وروسته په خبرو کې څرګند کړي و.»