په ایران کې شپږ افغان کډوال ګازنیونې مړه کړي دي

۸صبح، کابل: د راپورونو له مخې د ایران د پلازمېنې تهران په (قرچک) سیمه کې شپږ افغان کډوال د ګازنیونې له امله مړه شوي دي.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، چې دغه پیښه نن دوشنبه (د غبرګولي په ۸مه) د تهران په یوه دودیزه خوړنځای کې وشوه .
د راپورونو له مخې، په وژل شویو کسانو کې څلور نارینه او دوې ښځې شاملې دي.
په راپور کې ویل شوي، چې دا پېښه د ډبرو سکرو د ګاز تنفسولو او نامناسبې هوا له امله رامنځته شوې ده.
په تهران کې د طالبانو تر مدیریت لاندې د افغانستان سفارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ایران په بېلابېلو سیمو کې، یو شمېر افغان کډوال، د بېلابېلو پېښو له امله مړه شوي دي.