د ایران شپږ میلیارډه ډالره شتمني قطري بانکونو ته ولېږدول شوه

نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د ایران شپږ میلیارډه ډالره بندې شوې پیسې د قطر بانکونو ته انتقال شوي دي.
رویټرز د دوشنبې ورځ د سپټمبر په ۱۸مه راپور ورکړی چې دوحې په دې اړه واشنګټن او تهران ته خبر ورکړی دی.
د معلوماتو له مخې پنځه امریکايي بندیان او د دوی د کورنۍ دوه غړي چې د ایران په زندانونو کې بندیان وو هم د قطري الوتکې په مرسته دوحې ته لېږدول شوي.
تر دې وړاندې د بایډن په مشرۍ د امریکا حکومت اعلان کړی و چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د بندیانو د تبادلې په هکله هوکړه کړې ده.
څو شېبې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني خبریالانو ته ویلي، چې په جنوبي کوریا کې د ایران ازاده شوې شتمنۍ به د سېپټمبر په ۱۸مه نېټه تهران ته وسپارل شي.
هغه زیاته کړې وه: «د وروستیو معلوماتو له مخې چې زه یې لرم د بندیانو تبادله به نن ترسره شي او په امریکا کې پنځه تنه ایراني بندیان به خوشې شي او په ایران کې پنځه امریکايي بندیان به هم دغه هېواد ته وسپارل شي.»
ایراني چارواکي په داسې حال کې د خپل هېواد د کنګل شویو شتمنیو د موجودیت اعلان کوي چې تېره اوونۍ د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته ویلي و، چې تهران به د خپلې شتمنۍ د مسودې د خوشې کېدو په صورت کې له بندیزونو څخه هېڅ راز معافیت ترلاسه نه کړي.
هغه ویلي وو: «که ایران د ازادې شوې شتمنۍ د منحرف کېدو هڅه وکړي، نو بېرته به یې بندې کړو.»
د یادونې وړ ده چې څو میاشتې وړاندې واشنګټن او تهران له قطر سره په همکارۍ د امریکايي بندیانو د خوشې کولو او د ایران د شاوخوا شپږ میلیارډه ډالرو تړل شویو پیسو د خوشې کولو په اړه هوکړې ته رسیدلي وو.