لغمان کې د تندر غورځېدو د یوې کورنۍ شپږ غړي ټپیان کړي دي

۸صبح، لغمان: لغمان کې ځايي چارواکي وایی، په دغه ولایت کې د تندر غورځېدو له امله د یوې کورنۍ ۶ غړی ټپیان شوی دی.
لغمان کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د طالبانو رییس قاضي خير محمد غازي وويل، چې دغه پېښه دوشنبه د کب پر لومړۍ نېټه د دغه ولايت د الينګار ولسوالۍ د مچ کلا نورلام درې په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د غازي په وينا، د دې پېښې شپږ ټپيان ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
په همدې حال کې د لغمان د ولايتي روغتون يوې سرچينې ویلي، چې په تندر لګېدلي ټپيان سخت سوځېدلي او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
تر دې مخکې په افغانستان کې د تندر غورځېدو له امله په نادر ډول ځینې کسان وژل کېدل او یا ټپیان کېدل.