په افغانستان کې شپږ میلیونه وګړي له قحطۍ سره مخ دي؛ ښځې تر ډېره په خطر کې دي

۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان د ښځې مقام کمېسیون د افغانستان د قحطۍ په ناورین کې د ښځو د زیانمېدو خبر ورکړی دی.

د ملګروملتونو سازمان د ښځې مقام کمېسیون د افغانستان څانګې سه شنبې د لیندۍ په ۲۲مه په یوه ټویټ کې لیکلي چې په افغانستان کې شپږ میلیونه کسان له قحطۍ سره مخ دي او په دې لړ کې تر ډېره ښځې زیانمنونکې دي.

ددغه بنسټ په وینا، د کار له حقه د ښځو په محرومېدو دوی مجبورې دي خپل وسایل د خوراکي توکو د پېرلو لپاره وپلوري او په ځینو موردونو کې د دوی د کورنیو له خوا وپلورل شي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې د ښځو پر ژوندانه ډېر محدودیتونه لګولي دي.

ورته لیکنې

Back to top button