ننګرهار او کونړ کې د ګوزڼ د شپږو نویو بېلګو ثبت

۸صبح، ننګرهار: افغانستان کې د ګوزڼ د واکسیناسیون بهیر په دوام کې روغتیایي سرچینې وایي، چې ننګرهار او کونړ کې د ماشومانو د ګوزڼ پر ناروغۍ د اخته کېدو شپږ موارد ثبت شوي دي.
د ننګرهار په حوزهیي روغتون کې سرچینو چهارشنبه د مرغومي پر اوومه نېټه ویلي، چې په شپږو نویو مواردو کې درې پېښې په کونړ او درې نورې په ننګرهار کې ثبت شوې دي. دا شمېرې په روانه اونۍ کې ثبت شوې دي.
د ننګرهار په حوزهیي روغتون کې یوه مسوول حکم خان ګلابزي خبرداری ورکړی، چې که خلک د واکسیناسیون له بهیر سره همکاري ونهکړي ښایي پر ګوزڼ د اخته ماشومانو شمېر زیات شي.
دا خبر په داسې حال کې خپرېږي، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت موده مخکې په ټول افغانستان کې د ګوزڼ واکسین د کمپاین د پيل خبر ورکړ.