د کابل- جلال اباد پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۶ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي

۸صبح، ننګرهار: د ننګرهار سیمه ییزې سرچینې وايي، د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له امله، ۶ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
دا پېښه جمعه، د غبرګولي ۵مه له غرمې وروسته، د کابل – جلال اباد د لویې لارې د څرخي پله په سیمه کې، رامنځته شوې ده.
د موټر چلوونکو او عیني شاهدانو په وینا، دا پېښه د یوه سراچه ډوله موټر له چپه کېدو وروسته رامنځته شوه.
ویل کیږي چې د پیښې قربانیان، ۶ تنه تنکي ځوانان وو چې له خپلو کورنیو سره د تفریح لپاره روان ول.
د دې ترافيکي پېښې لامل، د موټر چلوونکو بېاحتياطي بلل شوې ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د کابل-جلال اباد لویه لاره، د هېواد له مهمو ترانزیتي لویو لارو څخه ده.
دغه لویه لاره وخت په وخت د مرګونو ترافیکي پیښو شاهده وي.