۸صبح، لوګر: لوګر ولایت څخه یوه سیمهییزه سرچینه وایي، چې د دغه ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې د طالبانو یو غړی د ناپېژانده وسلهوالو له خوا وژل شوی دی.
سرچینې پنجشنبه د کب میاشتې پر څلورمه نېټه وویل، چې دغه طالب چهارشنبه شپه د کب پر ۳ نېټه د دې ولسوالۍ په دهنو کلي کې په ډزو وژل شوی دی.
بل خوا د پېښې عيني شاهدان وايي، چې وژل شوى کس مولوي مبين نومېده او په يوه جومات کې د امامت سربېره د ښوونځي ښوونکى هم و.
تر اوسه د دغه طالب غړي د وژل کېدو لامل روښانه نه دی او د طالبانو امنیتي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
له بلې خوا په خوست ولايت کې سيمه ييزې سرچينې خبر ورکوي، چې په دې ولايت کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په درېيو بېلابېلو پېښو کې درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
سرچینې پنجشنبه د کب میاشتې پر ۴ وويل، چې پرون چهارشنبه غرمهمهال د دغه ولايت په دوه منده ولسوالۍ کې د ځمکې د ملکيت پر سر د دوو قومونو ترمنځ د وسلهوالې نښتې په پایله يو تن وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
همدارنګه، د دغه ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې هم په قومي شخړه کې د ښوونځي يو زدهکوونکى وژل شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې د دغه ولايت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې هم يو تن د ناپېژانده وسلهوالو په ډزو وژل شوى.
طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په خوست ولايت کې په پوه پېښه کې درې وروڼه په ډزو وژل شوي وو.