غلامي یا د اصولو ماتول؛ طالبانو د خپلو شرعي او قانوني محاکمو په بې عدالتۍ اعتراف وکړ

کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، د جمهوريت اساسي قانون یې لغوه کړ او هغه یې غیر اسلامي ارزښتونه وبلل او وې ویل چې له دې وروسته به د اسلامي شریعت مطابق عمل کوي او هر څوک چې په دغه خاوره کې جنایت او جرم وکړي د دیني نصوصو مطابق او شریعت پر بنسټ به محاکمه شي. دغې ډلې د خپل رژيم پر مشروعيت د ټينګار تر څنګ د ځان لپاره د اساسي قانون په څېر يوه اصول نامه هم تعريف کړی ده. دا اصولنامه چې طالبان یې «اساسي اصول» بولي، ۱۲ فصلونه او ۱۹۸ مادې لري. د دې اصولو په پنځمه ماده کې راغلي: «هېڅ افغان تبعه به بهرني دولت ته نه سپارل کېږي. » د طالبانو د اساسي اصولو په شپږمه ماده کې دا هم راغلي چې د دوی د رژیم اساسي دنده په هېواد کې د شرعي احکامو پلي کول، خپلواکي او د عدالت تامینول دي. اوس دغه ډله د شرعي نظام د رامنځ ته کولو د ادعاوو سره سره، د خپلې ډلې يو غړۍ د خپلو اسلامي ادعاوو او تعريف شويو اصولو خلاف، چې د حکومتولۍ په ټولو برخو کې يې د يوه پابند قانون په توګه کاروي، دوی یو بهرني هیواد ته سپارلی ترڅو هلته محاکمه شي. په حقیقت کې په دې کار سره له یوې خوا طالبانو دا وښودله چې دوی خپله اراده او استقلالیت نه لري او له بلې خوا یې د خپلو شرعي او قانوني محکمو په بې عدالتۍ اعتراف وکړ؛ بلخوا، په ټولو منل شویو ملي او نړیوالو اصولو کې، د یوه تورن تبعه یو بهرني هېواد ته چې د افغانستان په خاوره کې یې جرم کړی وي تسلیمول نه یوازې د جواز وړ نه دي، بلکې د قانون او د عادلانه محاکمې د ټولو ارزښتونو خلاف کار دی. کله چې طالبان د «پاک شریعت» د پلي کولو دعوه کوي، د اسلامي عدالت او ژوند د برابرولو خبره کوي، اسلامي نظام ته د نړۍ تر ټولو عادل نظام وايي، نو بیا د «پاک اسلام» دعوه کوونکي په کومو معیارونو او اصولو د خپلي ډلي غړۍ د يو بهرني هيواد د سرتيري د وژلو په جرم بل هيواد ته ور سپاري چي محاکمه یې کړي؟ هغه هم په داسې حال کې چې د هغه هېواد اساسي قانون سیکولر ارزښتونه لري.

د دې لپاره چې طالبان وښيي چې دوی خپلواک دي، دوی خپله اراده لري، دوی یو سیسټم لري، هغه دا ده چې دوي باید د دی کس «سوچه اسلامي» محاکمه په کندهار کې وکړي، هغه هم د دوي د غایب مشر د قوماندې په مرکز کې چې ځان ته «امیر المومنین» وايي او د عمري او علوي عدالت خبره کوي. په هغه وخت کې به د افغانستان خلکو باور کړی وای چې دی ډلې د هغوي د خوښې اسلامي نظام پلي کړی چې دوی یې غواړي او هر هغه څوک چې مسلمان وي او په دې خاوره کې ژوند کوي شریعت پري تطبیق کېږي. بهرني هېواد ته د یوه تورن افغان سپارل نه یوازې بې سارې دي، بلکې د طالبانو د ډلې د ټولو قانوني معیارونو او آن د قومي اصولو خلاف هم دي. د تورن کس سپارل نه یوازې په افغانستان کې د ډیپلوماټیکو معیارونو او دودونو خلاف کار دی، بلکې دا د افغانستان د خلکو لپاره د دغې ډلې ګوډاګیتوب په مکرر ډول ثابتوي چې طالبان د حاکم رژیم په توګه د عامو افغانانو په شمول د تورنو کسانو د حقونو دفاع او ساتنه هم نه شي کولای.

دا د رژیم ضعف او بې کفایتي په ډاګه کوي، چې په هیواد کې دننه خپل هیوادوال د ملت او رژیم د مخالفت په جرم په دار ځړوي. خو کله چې د دوی د ډلې یو غړی د یوه بهرني عسکر په وژنه تورن شي، نو د ټولو منل شویو دودیزو او قانوني ارزښتونو او اصولو خلاف یې بهرني هیواد ته سپاري. دا ډول کار د دوی ټول ولسي، ایډیالوژیکي او قومي شعارونه تر پوښتنې لاندې راولي.

یوه بهرني هېواد ته د یوه تورن تبعه په سپارلو سره طالبانو نه یوازې له خپلو «بنسټیزو اصول» سرغړونه کړې، بلکې د خپلې خوښې شرعي قانونه یې هم سرغړونه کړې ده. په حقیقت کې په دې برخه کې دوی د «اساسي اصولو» پنځمه ماده له منځه وړی او په ډاګه کوي چې دوی له بهرنیو هېوادونو سره په تعامل کې ډېر کمزوري او بې وسه دي. دا مسله هم د دوی د داخلي او نړیوالو نه مشروعیت ښکارندويي کوي، چې دغه ډله د قوانینو په نقضولو سره د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د ملاتړ د ترلاسه کولو په لټه کې ده او په هر قیمت دغه ملاتړ غواړي؛ آن د شریعت او هغه اصولو څخه په سرغړونې سره هم چې دوي یې د جګړې اصلي لامل بولي. اوس پوښتنه دا راپورته کیږي چې طالبانو په کوم شرعي اساس چې دوی وایي: د امیرالمومنین تر ولکي لاندي دولت دی، یو تورن کس څنګه داسې یو هیواد ته سپارل کیږي چې د سیکولر عناصرو پر بنسټ سیاسي سیسټم ولري؟ ایا د حدودو او قصاص تطبیق یوازې د هغو کسانو لپاره دی چې د طالبانو پر ضد خبرې کوي او یا که ټول هغه اتباع او مسلمانان چې د طالبانو په خاوره کې ژوند کوي په کې شامل دي؟ یا دا د محکمې کمزورتیا او د طالبانو بې کفایتي څرګندوي؟

د طالبانو په اړه، تر ټولو ښه تفسیر د دارون عجم اوغلو او جمیز رابینسن د آزادۍ د تنګې لارې په کتاب کې دی. دې کتاب د «کاغذي لویاتان» تر سرلیک لاندې یوه موضوع راپورته کړې. د دې کتاب د لیکوالانو په اند، کاغذی لویاتان یو له هغه استبدادي لیویاتانو څخه دی، چې د واک تر حده ظالم او سرغړونکی دی او ټولنه کمزورې او وېشلې ساتي. که موږ د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې د کاغذي لویاتان د مثال څېړنه وکړو، طالبان د کاغذي لویاتانو څخه ښه استازیتوب کوي؛ ځکه چې دوی د ښاریانو لپاره هېڅ خوندیتوب نه دی رامنځته کړی او د دوی خوندتیوب ته قایل دي او آن د خپلو اهدافو لپاره له خلکو ګټه اخلي.

ورته لیکنې

Back to top button