د هویت نرمې او له یوبل سره تړلې حاشیې

لیکوال: یونس نګاه

هغه کسان چې د قومونو، توکمونو او د ټولنو د جوړولو په اړه څېړنه کوي، پر دې باور دي چې وینه د هويتي کتلو د جوړښت یوازینۍ لامل نه ده، بلکې کلتور (ژبه، جامې، موسیقي، ادب، دودونه، خواړه او ….)  اقتصادي-سیاسي ګټې او جغرافیه انساني ډلو ته یو ګډ هویت ورکوي. دا هويتونه د درجو (قبیلې، قوم او مليت) له مخې جوړېږي او د ټولنې د پرمختګ او ترقۍ د کچې ته په پام سره هر يو د ټولنيز ودې په پړاو کې رابرسېره کېږي.

له کورنۍ او پلار ګڼۍ قبیلو ته او له قبایلو قومونو او بیا ملت ته د ټولنې په لوړتیا او له هغه ځایه د لویو کلتوري سیمه ییزو او نړیوالو حوزو په رامنځته کېدو خنډونه شته. له بیخ بنایي او اقتصادي خنډونو که تېر شو، سیستماتیک تعصب او انحصار د ټولنو د ادغام او د لا پرمختګ پړاوونو ته د رسېدو پر وړاندې مهم خنډونه دي. له پولې د اخوا او سیمه ییز لوی کلتوري هویت په تړاو به خبرې پریږدو. زموږ د هیواد د وروسته پاتې والي له امله د اوس لپاره د ګډ ملي هویت رامنځته کول یو ډیر مترقي ارمان دی او د ځینو هیوادوالو له نظره له لاسرسي لېرې او ايډیال بریښي. موږ حق لرو چې افسوس وکړو چې په داسې ټولنیز ځای کې بند پاتې یو. په داسې پېر کې چې د نړۍ په ځینو برخو کې خلک د پولو له بنده تېر شوي او لویې بشري اندیښنې لري، د ګډو انساني خطرونو او فرصتونو په تړاو فکر کوي، د مصنوعي ځیرتیا راتلونکي او له هغې سره د انسانانو د اړیکو، په ټوله نړۍ کې د شتمنۍ د وېش د څرنګوالي، د اقلیم د ناورین او د ځمکې او له ځمکې د اخوا احتمالي موجوداتو په تړاو انديښمن دي. موږ لاهم د کوچنیو کلتوري هویتونو او ځايي پولو په بیا تعریفولو بوخت یو. خو له دې شاته پاتې والي انکار او روښانفکرانه تجاهل ته مخه کول هم کارنده نه دي. موږ باید پر اوسني وضعیت اعتراف وکړو او ترې نه در تېرېدو لپاره خبرې او هڅې وکړو.

موږ پر یوه ګډ ملي هویت په سلا کېدو کې ډیرې ستونزې لرو. د اقتصادي او کلتوري وروسته پاتې والي او له کلیوالي ذهنیته په تېرېدو کې زموږ د ناتوانۍ په ګډون ډیر عوامل د دغو ستونزو رامنځته کوونکي دي. په دې منځ کې د هغو کسانو دریځ چې ملي هویت یې انحصار کړی دی او د هغه لپاره سلیقه يي او قومي اډانه معرفي کوي او له نورو غواړي چې ځان ورته برابر او پکې ځای کړي، لوی خنډ دی او ډیرې ترینګلتیاوې رامنځته کوي. هغوی تمه لري چې «نور» باید خبر وي چې «افغانیت» یوه درجه لرونکې ښکارنده، او موږ اصل او کم اصل افغان لرو. د ملي هویت دغه له تعصبه ډک تعریف غبرګون رامنځته کوي او هغه خلک چې فزیک او کلتور یې له دغې انحصاري او محدودې اډانې سره سم نه وي، شړل کیږي او په غبرګون لاس پورې کوي. له هغې وروسته غبرګونونه دوام مومي، معرفي شوې اډانه تر پښو لاندې کیږي او هغه نیمګړي بنسټونه چې د ګډ ملي هویت د جوړولو لپاره جوړ شوې، زیانمنېږي.

دا ستونزه یوازې په ملي کچه کې نه ده، بلکې هغه سیاسي مشران، قومي سوداګر او تحصیل کړي کسان چې فکر کوي، د افغانستان په راتلونکي کې باید قوميت د واک او شتمنۍ د ویش اصلي معیار وي، د قومونو ترمنځ  او د هر قوم په دننه کې هم د پولو په رامنځته کولو او په ګټګوریو باندې د خلکو په وېشلو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او  رسنۍ د دوی له کمپاینونو او اعلاناتو ډکې دي. د بېلګې په توګه په وروستیو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې د ملی یووالی د هویت پر سر دوه بحثونه روان وو او د مخالفینو او پلویانو ترمنځ یې ډېرې خبرې تبادله شوې. لومړی بحث د هزاره ټولنې په منځ کې و، چې ځینو کسانو پکې هڅه وکړه، چې ووایي، یوه ډله خلک (سیدان) څنګه له پېړیو راهیسې په هزاره سیمو کې اوسیږي او په هزاره ګړدود خبرې کوي، جامې، خواړه، مذهب، موسیقي او فولکلور یې د هزاره وګړو دي، خو ایا هزاره دي او کنه. دویم بحث د هېوادوالو د يوې ډلې په اړه و، چې په تاجک میشتو سيمو کې ژوند کوي، خو د تاجک او هزاره هويت په اړه يې د نظر اختلاف دی.

هزاره خلک د جعفري شیعه، اسماعیلیه شیعه او سنيانو په دریو مذهبي کتلو کې  ژوند کوي. د دغو کسانو یوه ډله په هغو سیمو کې ژوند کوي چې اکثریت اوسېدونکي یې تاجکان دي. ځيني یې د تاجکانو تذکرې لري، خو داسې ښکاري چې لا هم په شک کې دي چې آیا تاجک دي که هزاره. ځینې ​​کسان پوښتي، په داسې حال کې چې قزلباشان، بیاتان، کردان، ازبکان، ترکان او ډېر پښتانه په اسانۍ سره په تاجک ټولنه کې مدغم شوي، ولې په تاجک مېشتو سیمو کې سني هزاره، ان که یې د تاجکانو تذکرې هم اخیستې دي، تر اوسه نه دي مدغم شوي؟

په تیرو وختونو کې د هزاره خلکو یوې برخې هڅه کړې چې د کلتوري مشترکاتو او دغه راز د هغو تعصبونو او سیاسي او کلتوري محدودیتونو د کړاوونو له امله چې د دوی پر وړاندې موجود وو، د خلاصون لپاره له تاجکانو سره نږدې شي او تر دغه چتر لاندې پناه واخلي. ځینې ​​بریالي شوي، خو په وروستیو څو لسیزو کې لیدل شوي چې ځینو دغو کسانو په تاجک ټولنه کې د دوی د یوځای کېدو پر وړاندې د مقاومت له امله تر پخوا لا جدي په خپل هزاره هویت باندې ټینګار کړی دی. اصولاً، که د کوربه ټولنې لخوا مقاومت نه وای، د خپلوۍ  لپاره کافي فرصتونه برابرېدل او د سیمه ییزو اقتصادي او سیاسي ګټو د ترلاسه کولو به برابر فرصتونه موجود وای، احتمالاً تاجک شوي به وو، ځکه لږ تر لږه په هغې دوره کې چې هزاره وګړي په رسمي ډول د واکمنانو له غضب سره مخ وو او اداري، نظامي او ښوونیزو ارګانونو ورسره د پردیو په توګه چلند کاوه، سني هزاره وګړو چې د تاجکانو تر څنګ اوسېدل غوښتل چې تاجکان شي. خو هغه خنډونه چې د دوی د ادغام پر لاره وو، د دوی د هزاره هویت د پایښت لامل شوي دي.

د دوی مخینه په روښانه توګه د تعصب او ځایي تفرقو ویجاړونکې اغیزې په ګوته کوي او ښیي، چې د لوړتیا په لید لوري سره د کلتوري اختلاط او د لویو ټولنیزو هویتونو د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابرول ممکن نه دي. د لویو کلتوري او ملي مشترکاتو د ګټو لپاره د سیمه ییزو هویتونو د یو کېدو او ادغام لاره په قومي او تعصبي ذهنیتونو سره نه وهل کېږي.

که موږ کلتوري معیارونه د اصل په توګه په پام کې ونیسو، هزاره وګړي او تاجکان کولای شي د لوی هویت دوه عناصر وي او ورو ورو یې واټن دومره کم شي چې جلا کول یې نور اسانه نه وي. پر دې شخړه چې څوک تاجک او څوک هزاره دی، د ټولنې د دردناک شاته پاتې والي ښودنه کوي.  انساني هویت له یو بل سره تړلې او انعطاف منونکي حاشیې لري، نو کله چې تاجک شوی پښتون، هزاره ډوله تاجک، ترکمن ډوله ازبک او پښتون شوی پشه یې وینو، باید حیران نه شو. هغه څوک چې د پیوستون اهمیت درک کوي او پوهیږي چې په یو بل کې د قومونو، خلکو او کلتورونو ادغام طبیعي خبره ده، باید د شاته د ستنېدو لپاره د «قومي پاکونې» د هڅو د زور اخیستو مخه ونیسي.

په هزاره ټولنه کې هم د هویتي اختلافونو ستونزه شته، د بېلګې په توګه، هغه سيدان چې په هزاره ټولنه کې له سلګونو کلونو راهيسې ژوند کوي، په دغه ټولیز هويت کې لږ مدغم شوي دي. ښایي د سیدانو د نه جذب اصلي لامل د هزاره وګړو د سیاسي او اقتصادي وضعیت د کچې ټيټوالی او په عین حال کې هغه ځانګړی مذهبي مقام وي، چې سیدانو په دې ټولنه کې لرلی دی. د سید مقام او په پایله کې یې اقتصادي او معنوي ګټو د هغوی د ادغام مخه نیولې ده، کنه نو هزاره وګړي د نورو توکمونو په څیر د مختلفو قبیلو ټولګه ده چې بېلابېلې توکمیزې ریښې لري او د هغوی په منځ کې داسې کورنۍ پیدا کېدای شي، چې د پخوانیو خلکو په منځ کې یې عرب، تاجک، بلوڅ او یا پښتانه وو. البته، په  وروستیو لسیزو کې د سواد د کچې په لوړیدو او دغه راز په سیاست او اقتصاد کې د دغه قوم د ځای په نسبي ښه کېدو سره دا بهیر یو څه بدل شوی او اوس یو شمېر سیدان ځانونه هزاره بولي. په وروستیو لسیزو کې د هزاره وګړو له دننه هم توکمیز تعصبونه خپاره شوي او کله ناکله د هزاره وګړو د سیاست او کلتور د مشهورو کسانو له خولې هم د تعصب پیغامونه اوریدل کیږي. د کابل له تنظیمي جګړو وروسته دغه تفرقه په سياست کې نوره هم زياته شوه او د سیدانو پر وړاندې د لوستو هزاره وګړو غبرګونونه پیاوړی شول. د اسلامي جمهوریت په دوره کې کله چې هزاره وګړي د سیاسي او اقتصادي امتیازاتو په توګه تعبیرېدلای شوی، د دغه قوم امتیاز غوښتونکو مخکښانو له سیدانو سره د پردیو په څېر چلند وکړ او په هزاره ټولنه کې یې د هغوی د ادغام مخه ونیوله.

لنډه دا چې، د قومونو او کلتورونو توکم پاله لید لوری هم په خپل منځ کې او هم د یو بل پر وړاندې د نه ختمیدونکې ترېنګلتیا لامل کیږي. هغه کسان چې رسنیز ټربیون یې په واک کې دی باید له دغو تفرقو او فرصت له منځه وړونکو شخړو نه د تېرېدو په برخه کې مرسته وکړي، څو  هزاره ټولنه له سیدانو، قزلباشانو او بیاتانو سره له اختلافه خلاصه شي. تاجکان او هزاره وګړي باید د یو بل د زغملو د وړتیا تمرین وکړی، په متقابل جذب او ادغام کې ستونزه ونه لري او د لوی ګډ کلتوري هویت او په لویه کچه د هیواد د اوسیدونکو د داسې ګډ ملي هویت په جوړولو کې چې د ټولو لپاره د کار او ډیموکراتیک ژوند بنسټ برابر کړي، بریالي شو.

په ظاهره مهمې قومي او کلتوري ترینګلتیاوې موږ د ژوند عیني اړتیاوو ته له پام کولو راګرځوي. اوس تر بل هر وخته ډیره اړتیا لرو چې د کلتوري او هویتي کرښو پر ایستلو د انرژۍ د مصرفولو پر ځای، پر هغو شیانو تمرکز وکړو چې ډوډۍ، اوبه، ښوونځي، سړکونه، کرنه، صنعت او تر دې مهمه دا چې ازادي راکولای شي.

ورته لیکنې

Back to top button