د چاپیریال د خوندي ساتلو ننګونې زموږ د وخت ترټولو مهمې چارې دي. موسمي بدلون، آفتونه او طبیعي آفاتونه، د ګازونو زیات اخراج، د هوا ککړتیا، وبا، د اوزون طبقې ویجاړېدل او د نړۍ د تودوخې زیاتوالی، دا او ځنې نور عوامل، نه یوازې زموږ امنیت ته زیان رسوي؛ بلکې زموږ بقا او پایښت یې هم له ګواښ سره مخ کړی دی؛ بلکې په زمکه کې ژوند له خطر سره مخامخ دی. خو د خطرونو او ګواښونو په کچه کې، د هېوادونو ونډه یو شان نهده؛ يعنې دا د هېوادونو د چمتووالي په کچه، د هغوى په ظرفيتونو، جغرافيايي موقعيت او د بحران په مديريت پورې اړه لري.
سره لهدې چې په نړۍ کې هیڅ داسې ځای نشته، چې د چاپیریال له بدلونونو څخه اغیزمن شوی نهوي، ځینې هیوادونه- لکه افغانستان، له موسمي بدلون، تر ټولو ډیر زیان لیدلی دی. په افغانستان کې د چاپېریال د ستونزو د لاملونو په اړه باید داسې اټکلونه وشي؛ لکه د جګړې دوام او د اختلافاتو موجودیت، وچه هوا، لږ ورښت، ناسم مدیریت، د زیربناوو نشتوالی، د چاپېریال د ستونزو په مخنیوي او حل کې، د حکومت بېکفایتي، د نادرو څارویو ښکار او د ځنګلونو له منځه وړل.
په افغانستان کې د ورښتونو په کمېدو، تر زمکې لاندې او یا سطحي اوبو کمښت، د هوا د ککړتیا، په ځانګړي ډول په لویو ښارونو کې، د سېلابونو، زلزلو او داسې نورو پېښو په زیاتېدو سره، په افغانستان کې د چاپېریال د ناورین ګواښونه راپورته شوي دي. د همدې موخې لپاره په دې یاددښت کې، هڅه کوو چې د افغانستان د چاپېریال خوندیتوب ته په په پاملرنې سره، دغه پوښتنې ځواب کړو:
د موسم او چاپیریال بدلونونه څنګه د افغانانو امنیت ګواښي؟ کومې حللاري او لیدلوري تصور کیدای شي؟
د چاپیریال امنیت څه شی دی؟
د چاپیریال امنیت یو نوی علم دی، چې له سړې جګړې وروسته دوره کې، د موسم د بدلون له اهمیت سره په ورته وخت کې، راڅرګند شو. په یوه پرانستي تعریف سره، دا پوهه د ایکوسیستم، طبیعت او امنیت ترمنځ، د دوه اړخیزو اړیکو په اړه بحث کوي.
په بل عبارت، د چاپیریال خوندیتوب په طبیعت کې توازن او د طبیعي پیښو له امله د ګواښونو، ناڅرګندتیا، اندیښنې او زیانونو نشتوالی دی، چې د انسانانو او ژوندیو موجوداتو بقا، له ګواښ سره مخامخوي.
د چاپیریال ګواښونو ټایپولوژي
د «نړیوال اقلیم د خطر شاخص» د ارزونو له مخې، افغانستان د موسمي بدلون له امله، تر ټولو زیات ځپل شوی او زیانمن شوی دی. ددغه بنسټ له خوا په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې افغانستان د لسو تر ټولو زیانمنونکو هېوادونو په کتار کې شپږم ځای لري!
په لاندې برخه کې به، د چاپېریال د هغو مهمو ګواښونو په اړه روښانتیا واچوو، چې د افغانستان د خلکو امنیت یې ننګولی دی.
۱- د هوا ککړتیا
د هوا ککړتیا یو له هغو جدي ننګونو څخه ده، چې د هېواد په لویو ښارونو- په ځانګړې توګه کابل کې یې، د هېوادوالو امنیت له سخت ګواښ سره مخ کړی دی. د سویس د “هوا کیفیت” د شرکت وروستیو ارزونو له مخې، کابل په (۱۰۸) ښارونو کې څوارلسم ځای لري او د نړۍ یو له ککړو ښارونو څخه ګڼل کېږي. د هوا ککړتیا د کابل ښاریانو امنیت له ګواښ سره مخ کړی! د اټکل له مخې، هرکال، شاوخوا ۵۰۰۰ کسان د هوا د ککړتیا له امله مري. په همدې حال کې د افغانستان خلک هم د کافي او لازمو روغتیايي اسانتیاوو له نشتوالي ځورېږي.
۲- د ورښت کموالی
د ورښتونو کمښت، د افغانستان پر چاپېریال او په پایله کې یې، د هېواد پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی. د نړیوال بانک د راپور له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې د (۳۸۹) مليمترو ورښت اندازه، په ۲۰۲۱ کال کې (۲۱۷) مليمترو ته راټیټه شوې او د ورښت کموالی په هېواد کې د اوبو د کچې د ټیټېدو لامل شوی دی. ځکه چې د هیواد د اقتصاد یوه لویه برخه (شاوخوا ۶۰-۸۰) په دودیزه کرنه ولاړه ده. د ورښتونو کمښت، د هېواد د ګڼ شمېر اوسېدونکو لپاره، د خوړو یوازینۍ سرچینه، چې پر کرنه ولاړه ده، ننګولې ده.
۳- طبیعي افتونه
په تیرو دوو لسیزو کې د زلزلې، سیلابونو او د زمکې ښویدنې په څیر ناورینونو، د افغانستان له خلکو ډیرې قربانی اخیستي دي. هغه ناورینونه چې نه یوازې انساني تلفات او ځاني زیانونه یې اړولي؛ بلکې مالي زیانونه یې هم اړولي دي. ددې ډول ناورینونو بله پایله، د داخلي بېځایه شویو خلکو د شمېر زیاتوالی دی. په داسې حالت کې، چې د طالبانو رژیم، د بحران د مدیریت او قربانیانو ته د رسیدو وس نهلري، دا ډول کډوالي د بېځایه شویو خلکو ژوند له خطر سره مخامخوي. د څښاک پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی هغه نورې ستونزې دي، چې د بېځایه شویو خلکو ژوند یې، له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
۴- د خوړو خوندیتوب او پاکې اوبه
بله ستونزه چې مخ په ډیریدو ده، د ناسالمه تغذیه او د څښاک پاکو اوبو نشتوالی دی. له هغه وخته چې د هېواد اقتصاد په بهرنیو مرستو ولاړ دی، د مرستو کمښت او یا بندیدلو په دې ژمي او راتلونکي کال کې د ناورین احتمال زیات کړی دی. د یوې څېړنې له مخې، د هېواد د پلازمېنې (کابل) یوازې لس سلنه ښاریان پاکو اوبو ته لاسرسی لري؛ په داسې حال کې چې د هېواد په نورو ولايتونو کې وضعيت تر ډېره د اندېښنې وړ دى. له بلې خوا، دا چې د زمکې شاوخوا ۸۰ سلنه اوبه، د خړوبي او کرنې لپاره کارول کېږي او د هېواد د وګړو لویه برخه په کرنه او مالدارۍ بوخته ده، موسمي بدلون، د افغانستان د خلکو پر ژوند منفي او مخامخ اغېزې لري.
۵- دځنګلونو بې دریغه وهل
په تیرو څلورو لسیزو کې، په عمومي توګه او په تیرو دوو لسیزو کې په ځانګړي ډول، د جګړو دوام د چاپیریال، ایکوسیستم، نباتاتو، مړینې او د نادرو څارویو او ځناورو د تیښتې لامل شوی دی. دا ستونزه د حیواناتو د ژوند د تنوع د ګډوډۍ لامل شوې ده. په تیرو دوو لسیزو کې د طالبانو د عاید یوه سرچینه- که څه هم لږه وه- ګاونډیو هیوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان ته، د لرګیو پلور او قاچاق وو. دا هغه ستونزه ده چې د نباتاتو د کمښت او د ځنګلونو د له منځه تللو لامل کیږي.
بل خوا د طالبانو ترمنځ د هېواد په ځنګلي سیمو کې، د ونو د وهلو او وړلو پر سر شخړه هغه ستونزه ده چې چاپېریال یې له ګواښ سره مخ کړی دی. په وروستۍ پېښه کې تېر کال د نورستان په نورګرام سیمه کې د جلغوزیو د وېش پر سر، ددغې ډلې د جنګیالیو ترمنځ شخړه وشوه، چې له امله یې ونو اور واخیست. هغه جګړه چې په دې سیمه کې د ډیرو ونو د سوځولو لامل شوه. د ونو سوځول نه یوازې د ژویو ډولونه له مینځه وړي، بلکې په دې سیمو کې د خلکو ایکوسیستم ته هم زیان رسوي.
د هیواد د چاپیریال ګواښونو لپاره د حل لارې
په ښکاره ډول، په هیواد کې د چاپیریال د ګواښونو په اړه لاندې حللارې وړاندیز کیدای شي؛ له دې امله چې افغانستان د اقلیم د بدلون په برخه کې، تر ټولو زیات زیان منونکی هېواد دی، دا چاره فعالې او باخبره ډیپلوماسۍ ته اړتیا لري، چې موخه یې د نړیوالو پام او مرستو جلبول دی. د ځنګلونو د وهلو د مخنیوي او د هغوی د ساتنې لپاره د منظمو او دوامداره پروګرامونو جوړول، یوه له هغو لارو ده چې د اقلیم د ناورین مخه نیولی شي.
ځنګلونه بې له شکه په سالمه هوا کې یو اغیزمن عنصر دی.
د نباتاتو، حیواني ډولونو او ژویو تنوع ساتنه؛
د کرنې لپاره د سمې او مناسبې کاراخستنې په موخه د سطحي اوبو سم کنټرول او مدیریت؛
او د اوبو ډیپلوماسۍ فعالول، چې د ګاونډیو هیوادونو سره، چې د اوبو ګډې پولې لرو، د پالیسیو د لارښود په برخه کې کارول؛
دا هغه وړاندیزونه دي، چې د طالبانو د رژیم لخوا یې د پلي کیدو په اړه هیلهمندي ښودل کېدای شي؛ دا هغه څه دي، چې د افغانستان د خلکو لپاره یې ناڅرګند او تیاره لید رامنځته کړی دی.
پایله
پهدې یاددښت کې مو په ډاګه کړه، چې د جګړې او ناامنۍ ترڅنګ، د اقلیم بدلون او طبیعي پېښې یو له هغو عواملو څخه دي، چې د افغانانو امنیت ته جدي ګواښ پېښوي. هغه ګواښ چې په جدي سترګه نه ورته کتل کېږي! هغه ګواښ چې زرګونه خلک یې قرباني کړي او د قربانیو اخیستلو ته دوام ورکوي!! د چاپېریال د بدلون له امله رامنځته شوې بېباورۍ، اندېښنې او ستونزو، د هېواد امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی. که په هېواد کې د چاپېريال د ستونزې د حل لپاره بېړنی اقدام ونهشي، وضعيت به نور هم کړکېچن شي او قرباني به واخلي!
د چاپیریالي له ستونزو پاملرنه، د لنډ او اوږدمهاله پایښتلرونکي پلان جوړونه او د نړیوالو مرستندویه سازمانونو او بنسټونو او تمویلونکو هیوادونو سره په فعاله او شعوري توګه همکاري رامنځته کول؛ هغه څه دي چې د طالبانو رژیم یې د خپل نامشروعیت او بېکفایتۍ له امله، نهشي سرته رسولای. دې حالت د هیواد د خلکو لپاره یو ناڅرګند لیدلوری رامینځته کړی دی!