د شرم او ګناه ټولنه
لیکنه: مجیبالرحمان اتل

د انسان نفس ته کتنه له ډېرې مودې راهیسې د اسلامي مفکرینو یوه له فکري اندېښنو وه او هغوی د نفسیاتي حالتونو شرحه په تفصیل سره وړاندې کړې ده. خو د انسان د طبیعت په اړه له ديني او فلسفي نظره هاخوا، داسې ښکاري چې موږ انسانان په يوه بدن کې دوه ځانه لرو، ښکاره ځان او بل پټ ځان. زه په ښکاره د کورنۍ او ټولنې زېږنده یم. دا ځان معمولا له شرم او ګناه سره لویېږي او د ټولنې له ښو او بدو نورمونو سره سم چلند کوي. دا هماغه تحمیل شوی ځان دی چې نور یې پېژني. خو دویم ځان، معمولا پټ او له شرم او ګناه خلاص دی. دا ځان یو ګنهکار، غل، میین، مجنون او د زرو عیبونو لرونکی ځان کیدای شي. خو داچې تحریم دی، له تاسو سره یوازې د خپل شریر توب خبرې کوي. له همدې امله، هغه خلک چې موږ یې پېژنو معمولا یوازې د هغوی څرګنده نیمایي وینو. هغه څوک چې موږ یې نه خوښوو، ځینې وختونه زموږ په اند، بد خلک دي، په داسې حال کې چې هغوی ښايي یوازې پټ او ښکاره ځان سره پخلا کړی وي او دا چې د اصلي ځان په څېره کې را ښکاره کېږي، د چا پروا نه ساتي، خو د شرم او ګناه په ټولنه کې چې چلند تکریم او تحریم شوی دی، ایا د ریښتیني ځان را څرګندول اسانه دي؟
د شرم او ګناه دنده
څو کاله وړاندې له یوې ډلې ملګرو سره په جرمني کې د یوه ناروغ پوښتنې ته ولاړم، چې زموږ په لیدو سره په سختۍ سره له ځایه پورته شو او په همدې حال کې یې هڅه کوله، چې خپلې جامې داسې سره جوړې کړي چې د بدن غړي یې ښکاره نه شي. د هغې ورځې په سبا، زموږ همدا هېوادوال مړ شو. په هماغه ورځ چې موږ د دغه ملګري له کوره ووتو، ما پر دې فکر کاوه چې څنګه ځيني عادتونه په موږ کې داسې بنسټیز شوي چې ان د مرګ تر درشله یې هم شرم او ګناه ګڼو؟
په کلتوري انسان پېژندنه کې د انسانانو د چلند لپاره موږ «د شرم د ټولنې» او «د ګناه د ټولنې» په څېر مفاهیمو سره مخ کېږو، چې په حقیقت کې دا مفاهیم په خلکو کې د شرم او ګناه د بنسټیز کولو له لارې د ټولنیز نظم درامنځته کولو د شرحې لپاره کارول کېږي. له دې نظره، معمولاً د چين ټولنې ته اشاره کېږي، چې د کنفوسيوس له لارښوونو اغېزمنه ده او تر ډېره یې د شرم ټولنه ګڼي. ځکه چې د کنفوسیوس د لارښوونو ټینګار دا دی چې اداري سپارښتنې د مخنیوي ځواک لرلای شي؛ خو دا غوره ده چې په ټولنه کې د خلکو چلند په مذهبي رولونو او مناسکو سره رهبري شي، څو هغوی د شرم احساس پیدا کړي او اخلاقي حدود وپېژني او د عامه نظم په محدوده کې یو ځای ژوند وکړي. دې ته په پام سره، د شرم ټولنه د ټولنیز نظم د رامنځته کولو لپاره د ټولنې په وګړو کې د شرم پر بنسټیز کېدو تمرکز کوي، په داسې حال کې چې د ګناه ټولنه برعکس د دې چارې لپاره پر مجازاتو او مکافاتو ټینګار کوي.البته، د ټولنې دا ډول وېش د ټولنپوهانو له انده، له نیمګړتیاوو خالي نه دی؛ خو په ټولیز ډول د شرم او ګناه په څېر ښکارندو او د افغانستان په څېر یوه ټولنه کې د خلکو په کړنو باندې د هغو د اغېزو د څېړلو لپاره یوه ښه تحلیلي اډانه برابروي. له همدې امله، کله چې موږ په افغاني ټولنه کې د چلند کنټرول ته ګورو، چلندونه د شرم او ګناه د اصولو پر بنسټ تکریم او یا تحریمېږي. د بېلګې په توګه، د ښځو په اړه زموږ لید لوری له شرمه ډیر غېزمن دی، چې ډېری وختونه ښځینه اولاد ته په شعوري او ځینې وختونه په لا شعوري ډول ویل کیږي چې د یو کار کول یا نه کول د هغې او کورنۍ لپاره «شرم» دی، په داسې حال کې چې د نارینه اولاد لپاره نه دی او د دې احتمال ډیر دی چې هغه ته وویل شي، چې د یوه کار کول« ګناه لري.» په دې توګه، ښوونه او روزنه معمولا له پیله د شرم او ګناه د اصولو پر بنسټ رامنځته کېږي، که څه هم په ډیرو موردونو کې چلندونه بیا هم له دواړو اغېزمن دي او د هغو لپاره د تحریم او مجازاتو بېله کچه په پام کې نیول کېږي. د ښځو په قضیه کې د شرم سزا ځینې وختونه ان د ناموسي وژنې لامل کیږي، په داسې حال کې چې د ګناه سزا ځینې وختونه په«توبې» پورې رالنډېږي، دا توپیر د ښځو او په تولنه کې د هغوی د رول په ګډون د ټولنې په تړاو زموږ د لید لوري د څیړنې څپرکی پرانیزي.
له تاریخي پلوه، شرم باید د لومړنیو ناامنه ټولنو په شرایطو کې له ښځو سره د چلند او جنسي اړیکو په برخه کې رامنځته شوی وي، په ځانګړې توګه هغه مهال چې جګړه روانه وه او د یوې ښځې (احتمالاً یوې سالمې، زېږونکې او ښکلې ښځې) نیول او له لاسه ورکول د قبیلې د نارینه وو لپاره ورو، ورو د بایلاټ او شرم په توګه وګڼل شول او د ښکار، سفر او د کور او کورنۍ او نسب له چاپېریاله بهرتلو په برخو کې پرې محدودیتونه ولګېدل. له دې نظره، ان د ښځې ښکلا هم، چې په ناامنه ټولنو کې یې ښځو ته د ګواښ او لاس اچولو خطر زیاتولای، باید پټه شي. په زړه پورې ده،چې د نړۍ ګرځندویان لکه مارکو پولو او ابن بطوطه د ورېښمو په لاره کې د ښکلو ښځو د قاچاق او تښتونې خبر ورکوي، چې کله ناکله دغه ښځې د نړۍ تر لېرې پرتو سیمو رسېدې، نو دا د حیرانتیا خبره نه ده چې د افغانستان په څېر یوه ټولنه کې هغه څه چې د ښځو د جامو په اړه ویل کیږي، لومړی له شرم (د قبیلوي ټولنو له امله) او بیا له ګناه (د دین له امله) سره تړاو لري. له همدې امله په افغاني ټولنه کې ماشومان چې کله د شرم او ګناه د چلند له کوډونو سره لوی شي، په سختۍ سره تر اخره پورې له هغو ځان خلاصولای شي، چې دا کار د هغې ناروغۍ په څېر دی، چې د ژوند تر وروستیو شېبو پورې د خپل بدن د پټولو هڅه کوي. دا د هغو تجربو اپوټه دي چې ما په لویدیځو ټولنو کې لیدلي دي. د بېلګې په توګه، په لومړی ځل چې زه په جرمني کې د لامبو حوض ته ننوتم، ما د ننوتو په ساحه کې داسې سړي ولیدل چې هېڅ جامې یې نه وې اغوستې، خو په ارام سره فکر سره او له دې پرته چې د یو بل پر بربنډو بدنونو حیران شي، ځانونه یې مینځل او وتل. زه د دې حالت پر لیدو حیران شوم او له هغه ځایه تر وتلو پورې مې سترګې ځمکې ته نیولې وې. په جرمني کې کورنۍ او د ماشومانو د روزنې رسمي ادارې د ډیرو لوېدیځو هېوادونو په څېر، د شرم او ګناه له روزنیزو تګلارو واټن نیسي. خو له دې سره سره، په لويديځو ټولنو کې شرم او ګناه په بيلابيلو درجو کې شته او څيړنې ښيي چې تنکي ځوانان له شرم سره ډیرمخ کیږي او د عمر په نیمایي کې شرم کمېږي. د عمر په تېرېدو سره، په ډېر عمر کې شرم بېرته زیاتېږي او څېړونکي دا ښکارنده د شخصیت له بشپړتیا سره تړي. خو دا په هېڅ صورت له افغاني ټولنې سره د پرتلې وړ نه ده، هلته چې چلندونه د شرم او ګناه د جوړو شویو کوډونو پر بنسټ پرتله کېږي.
تحریم شوی او ازاد ځان
په داسې فضا کې چې نورمونه نور د شرم او ګناه پر بنسټ نه کنټرولېږي، د دې چانس ډېر دی چې په ټولنه یا خلکو کې وګړي تحریم شوی ځان له ظاهري ځان سره غاړه غړۍ کړي، ځکه چې د پایلې په اړه یې وېره لږ ده. دا چلند د جنسي تمایلاتو په څرګندېدو، ښکاره خبرو، د جامو او ژوند په سبک او د ایران او افغانستان په ګډون د ختیځو کورنیو ترمنځ د طلاق په لوړې کچې او په لوېدیځ کې په نورو موردونو کې لیدل کېدای شي. له همدې امله، دا د حیرانتیا خبره نه ده چې موږ معمولا له دوو ځانونو چې یو یې ازاد بل یې تحریم شوی هغه دی لوېږو او هر کله چې فرصت برابر شي، خپل ځان را ښکاره کوو. ښايي زموږ ډېر نېږدې ملګري او کورنۍ پر دغو پټو اړخونو خبر وي او بس