سهیل شاهین: د افغانستان په اړه ناستې باید له طالبانو سره په همغږۍ ترسره شي

۸صبح، کابل: په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وایي، د افغانستان په اړه باید سیمه ییزې او نړیوالې غونډې، له طالبانو سره په همغږۍ ترسره شي.
نوموړي د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې چې نن چهار شنبه (د غبرګولي په ۱۷مه) خپره شوه، ویلي چې د افغانستان په تړاو غونډو کې باید ددې ډلې مشرانو ته د ګډون حق ورکړل شي.
شاهین زیاته کړی: «اړتیا ده چې د افغانستان په اړه په غونډو ته د طالبانو استازي وروبلل شي او هغوی هم حضور ولري او هلته زموږ دریځ څرګند شي. «زموږ په نه شتون کې دوي څنګه پریکړه کولای شي!»
تر دې مخکې هم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې د دوی له شتون پرته به کومه غونډه بریالۍ نه وي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر په داسې حال کې په سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې ددغې ډلې د مشرانو د ګډون غوښتنه کړې، چې د طالبانو له شتون پرته د افغانستان په اړه د سیمې او نړۍ په کچه څو غونډې جوړې شوې دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت چارسمبالي ندامحمد ندیم، روسیې ته سفر کړی دی. ندیم پرون د کازان تاتارستان ته تللی.