۸صبح، کابل: یو شمېر مطرح سیاسي څېرې او د مخکیني حکومت چارواکي نن شپه د غویي پر ۲۷، په ترکیه کې سره راټول شوي، تر څو د اوسني ناسم سیاسي او امنیتي وضعیت او له شته کړکېچ څخه د راوتلو په اړه خبرې اترې وکړي.
د ملي جنبش ګوند ویاند احسان نیرو ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د هېواد یو شمېر مطرح څېرې له ترکیې او نورو ښارونو څخه د یوې غونډې لپاره انقرې ته راغلي او هڅه کوي، چې د افغانستان د کړکېچ لپاره مناسبه حلاره پیدا کړي.
د هغه په وینا، د هېواد د کړکېچ د هواري لپاره، مطرح سیاسي شخصیتونه او د ګوندونو مشران له ډېرې مودې راهیسې په اړیکه کې وو؛ خو دا ځل هڅه کېږي، چې دریځونه او نظریات یوشان شي.
په همدې حال کې بي بي سي فارسي راپور ورکړی، چې جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، د اسلامي جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني، د ملي جنبش مشر عبدالرشید دوستم، د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق او محمدکریم خلیلي لندن کې د افغانستان پخوانی سفیر احمدولي مسعود، د مالیې پخوانی وزیر عبدالهادي ارغندیوال او د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور به په دې ناسته کې ګډون وکړي.