د موسسو ځینې ښځينه کارکوونکې: طالبان هغه ناسم متل ريښتيا کوي، چې ښځه یا د کور ده یا د ګور

په کورنيو او بهرنيو موسسو کې د ښځو پر کار بنديز په ننګرهار ولايت کې د ګڼو هغو مېرمنو اندېښنې راپارولي دي، چې په موسسو کې يې د کار کولو له لارې خپلې د کورنۍ اړتياوې پوره کولې. دغه ښځې وايي، په کورنيو کې نور ګټيالي نه لري او د خپلو کورنيو يوازينۍ نفقه پيدا کوونکې دي، چې د طالبانو په دغه بنديز سره به له خورا ناوړه اقتصادي وضعيت سره مخ شي. دغه ښځې له طالبانو غواړي، چې پر خپلې پرېکړې بيا کتنه وکړي او ښځو ته په موسسو کې د کارکولو اجازه ورکړي.

په ننګرهار کې یوه مېرمن چې خپل نوم نسیمه او ځان د سویډن دفتر کارمنده راپېژني روان حالت خواشېنوونکی بولي او دوام يي د هيچا په ګټه نه ګڼي.

اته ديرش کلنه مېرمن نسیمه چې د طالبانو دې پرېکړې ته سخته اندیښمنه ده، له ۸صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې وايي: «په کور کې د لسو تنو یوازینې روزي ګټونکې زه یم، زه کار کوم او په بدل کې خپلې کورنۍ ته حلاله روزي پیدا کوم، خاوند مې په یوه شخصي ښوونځي کې استاد و، خو د طالبانو په راتګ سره يي دنده له لاسه ورکړې.»

نوموړې، له طالبانو غواړي چې لومړی د دوی پر وړاندې د موسسو دروازې بېرته پرانېزې، څو بېرته خپلو دندو ته وګرځي او بیا د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو دروازې پرانېزي، چې خپلې نيمګړې زده‌کړې بشپړې کړي.

د نوموړې په وينا، که طالبان خپله پرېکړه بېرته وانه‌خلي، له ډيرو ستونزو سره به مخ شي: «که طالبان خپله پریکړه وانه‌خلي، له پراخو ستونزو سره به مخ شم، ځکه د خاوند د دندې د نشتوالې له امله ما دنده واخیسته، بچیان مې تعلیم کوي او نور د ګټې وټې څوک نه لرم.»

په ننګرهار کې لسګونه کورنۍ او بهرنۍ موسسې فعاليت کوي، چې ورسره ډیرو نارینه‌ او ښځینه وو ته پکې د کار زمينه برابره شوې ده.

په ننګرهار کې د ماشومانو ساتنې ادارې کارکوونکې چې د امنیتي ستونزو له امله د خپل نوم له اخيستو ډډه کوي، د طالبانو دغه اقدام ځپونکی بولي او وايي چې که دغه بهير همداسې روان وي، ښايي، ددې په ګډون ډيرې مېرمنې له خورا ډيرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان شي.

دغه مېرمن ۸صبح ورځپانې سره په خبرو کې وايي: «له دندې مې لا کال هم نه کیږي، چې طالبانو راپسې د موسسو دروازې هم رابندې کړې، ښځې هم زړه او هيلې لري او د پوره کولو لپاره يي منډې ترړې کوي، د دوی زړونه بايد مات نشي ،کار او زده کړو ته پريښودلې شي.»

دغه مېرمن زیاتوي: «طالبان نجونې زده‌کړو او موسسو ته په نه پرېښودلو سره هغه ناسم متل په عمل کې ثابتوي، چې ښخې یا د کور دي يا دګور، او په‌ دې کار سره به طالبان د نړیوالو پر وړاندې ډيره ستره بيه پرې کړي.»

د طالبانو یاده پریکړه په ملي او په نړیواله کچه له غبرګونونو سره مخ ده. د شنونکو په وينا، دوی په دې کار سره ځان د رسميت پیژندنې له مسالې لا ډېر لېرې کوي.

طالبانو د دغی پریکړې دلیل د ښځو حجاب نه مراعتول یاد کړي او ويلي يي دي، چې دوی به د اسلامي شرايطو په برابرولو سره، مېرمنو ته بېرته په موسسو کې د کار کولو اجازه ورکړي.

په ننګرهار ولایت کې بله مېرمن شبانه چې په دغه ولايت کې له سویډن مؤسسې سره کار کوي، اوسنی وضعیت د ښځو لپاره خورا خواشينوونکی بولي او راتلونکي ته اندېښمنه ده.

نوموړې چې عمر يي دیرش کاله دی او د خپلې شپږ کسيزې کورنۍ یوازينۍ نفقه پيدا کوونکې ده، ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «د دغې موسسي په تنخوا مې خپله کورنۍ ساتله، یو زوی مې دایمي ناروغ وي، هرو درېیو مياشتو کې يوځل بايد د درملنې لپاره پاکستان ته يوړل شي ،خاوند مې مړ شوی او نور بچیان مې واړه دي او ښوونځي کې دي.»

نوموړې زیاتوي، طالبان بايد خپلې پریکړې باندي له سره غور وکړي، ځکه د دوی په راتګ سره د خلکو شخصی کارو بارونه له خاورو سره خواورې شول او همدغه موسسې دي چې ګڼو مېرمنو ته پکې د کار زمېنه برابره ده.

د طالبانو د اقتصاد وزارت د تېرې شنبې په ورځ ناوخته د یوه مکتوب په صادرولو سره تر امر ثاني پورې په کورنيو او بهرنيو ادارو کې د مېرمنو پر کار بندېز ولګاوه، چې د طالبانو دیاد اقدام په غبرګون کې نږدې شپږو کورنيو او نړیوالو موسسو په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول.

په افغانستان کې ورځ تر بلې مېرمنې او نجونې د محدودیتونو سره مخ کیږي، چې دې چارې خلک اندېښمن کړي دي او له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره دې د نجونوپر مخ د ښوونځي او پوهنتونونو دروازې خلاصې او مېرمنو ته دې په موسسو کې د کار کولو اجازه ورکړي.

کله چې افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل، د نږدې یو نیم کال په اوږدو کې يي پر مېرمنو بې شمېره محدودیتونه ولګول، له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو تړل، پارکونو او حمامونو ته د ښځو پر تګ محدودیت او اوس تازه پوهنتونونو او موسسو ته د نجونو او ښځو پر تګ بندېزونه، د دغې ډلې له لوري پر ښځو لګول شوي محدودیتونه دي.

ورته لیکنې

Back to top button