د بریتانیا نوي لومړي وزیر ریشي سوناک په خپله وینا کې له اوکراینه پر تلپاتې ملاتړ ټینګار کړی دی.
سوناک سهشنبه شپه د اکټوبر پر ۲۵ یوه ټویټ کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره د خبرواترو په اړه خبر ورکړی دی.
د بریتانیا نوي لومړي وزیر ویلي: «هم زلنسکي او هم اوکراینیان کولای شي د بریتانیا پر تلپاتې ملاتړ تکیه وکړي.»
ریشي سوناک د محافظهکارانو ګوند له ټاکنو او له سیالۍ څخه د نورو سیالانو له انکار سره د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه خپل کار پیل کړ.
د ویلو ده، چې پر اوکراین د روسیې له برید سره بریتانیا له کيیف څخه پراخ ملاتړ کړی دی.