۸صبح، ننګرهار: سیمه ییزې سرچینې وايي، په ننګرهار کې د طالبانو د احصایې او معلوماتو ریاست یوه کارکوونکي له دې ادارې څخه ۲۲ میلیونه افغانۍ غلا کړي او بیا پاکستان ته تښتېدلی دی.
يوې باوري سرچينې، چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، ٨صبح ورځپاڼې ته تاييد کړې، چې دغه کس شفيع الله نومېږي او تېره اوونۍ يې یاده اندازه پيسې غلا کړې دي.
سرچینه ادعا کوي چې د ننګرهار د احصایې او معلوماتو په ریاست کې د طالبانو مشر مولوي نظرمحمد حامد د دې پیسو په غلا کې له شفیع الله سره مرسته کړې ده.
شفیع الله وروسته له هغه چې طالبانو د ننګرهار د احصایې او معلوماتو ریاست تر خپل کنټرول لاندې راوست، د دې ډلې له خوا وګومارل شو.
د سرچینې په وینا نوموړی اوس له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته تښتېدلی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده چې طالبان تل د دې ډلې تر واک لاندې ادارو کې په مالي او اخلاقي فساد تورن شوي دي.