د طالبانو تر واک لاندې له افغانستان بانک څخه سرچینې: نقدي مرستې ځنډول شوې

۸صبح، کابل: کابل ته د هرې اونۍ د مرستو د نه ځنډېدو په اړه د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د خبرپاڼې له خپرېدو وروسته، د طالبانو له مرکزي بانک څخه سرچینې د نقدي مرستو ځنډېدل تاییدوي.

د افغانستان بانک څخه سرچینې دوشنبه د مرغومي نولسمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې کابل ته د نقدي بستو رالېږل درول شوي دي.

د سرچینو په وینا نقدي مرستې د ډسمبر میاشتې له نیمایي راهیسې د ښځو پر کار د بندیز په اړه د طالبانو له فرمان وروسته درول شوې دي.

سرچینې ټینګار کوي، تر ۲۰ ورځو زیاته موده کېږي چې د ځانګړو الوتنو له لارې د مرستو هېڅ ډول نقدي بسته کابل ته نه ده لېږل شوې.

د ویلو ده، چې د نقدي مرستو د ځنډېدو په تړاو د راپورونو له خپرېدو سره سره د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک تېره ورځ دا خبر رد کړ.

ورته لیکنې

Back to top button