سرچینې: جنرال فیض حمید د پاکستان له پوځ څخه استعفا کوي

پاکستاني رسنیو د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د پېښور قول اردو قوماندان جنرال فیض حمید غواړي له خپلې دندې استعفا وکړي.
څو پاکستاني رسنیو یکشنبه د نومبر پر ۲۷ راپور ورکړی، چې دغه پرېکړه وروسته له هغې نیول شوې، چې د پاکستان ایتلافي حکومت جنرال عاصم منیر د دغه هېواد د پوځ د لوی درستیز په توګه وټاکه.
د دغو رسنیو د راپورونو له مخې، د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د انصاف تحریک ګوند غوښتل د دغه هېواد د استخباراتو ادارې مخکینی رییس فیض حمید د پوځ د لوی درستیز په توګه وټاکل شي.
سرچینو د فیض حمید له قوله ویلي، چې هغه جنرال منیر ته د سلامۍ پرځای له خپلې دندې استعفا غوره ګڼي.
د فیض حمید نوم د څلورو نورو جنرالانو په ډله کې وو، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته وړاندې شول ترڅو یو یې د پوځ د لوی درستیز په توګه وټاکل شي، خو لومړي وزیر عاصم منیر وټاکه.
جنرال فیض حمید له افرطپاله مذهبي ډلو سره پر اړیکې لرلو او د پاکستان په سیاسي چارو کې پر لاسوهنې تورن دی.
فیض حمید په ۲۰۱۹ کال کې د عمران خان حکومت له خوا د پاکستان د استخباراتو سازمان د رییس په توګه وټاکل شو او اټکل کېده، چې د قمر جاوید باجوه ځای ونیسي.
فیض حمید تر اوسه په رسمي توګه د خپلې استعفا په اړه څه نه دي ویلي.